پاکستان له ایران سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i152680-پاکستان_له_ایران_سره_د_دوه_اړخیزو_همکاریو_پر_پراختیا_ټینګار_وکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ګډو هدفونو په تېره بیا په اقتصادي ډګر کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو ملګرتیاوو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
(last modified 2024-09-26T22:31:21+00:00 )
Sep 27, 2024 02:57 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ګډو هدفونو په تېره بیا په اقتصادي ډګر کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو ملګرتیاوو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې د ایران د ولسمشر او د پاکستان د لومړي وزیر د کتنې په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستان او ایران دوه ګاونډي او دوست هېوادونه دي چې تل هڅه کوي د دوه اړخیزوخبرو اترو له لارې خپل منځي اړیکې پیاوړې کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ خبرې اترې، په مختلفو کچو د دوه اړخيزو تعلقاتو د پياوړتيا لپاره د دوی د ژمنو څرګندونه وبلله او زياته يې کړه چې د دغو تعاملاتو او خبرو اترو دوام کولای شي، د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په پراختيا کې مهم وي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شريف په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې، د ايران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره لیدنه او خبرې وکړې.