Pars Today
نوي ډیلي په هندوستان کښې له کرونا وایرس له خپریدو سره د مقابلې په لړ کښې د اسلام آباد له تجربو د ګټه پورته کولو لپاره د پاکستان وړاندیز ونه منه.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د پوځ مشر قوماندان جنرل قمر جاوید باجوه او وروسره مل پلاوي په کابل کښې کتنه او خبرې اترې کړې دي.
په پاکستان کښې د ایران سفارت وویل: د اسلامي زیارتونو او سپيڅلو ځایونو بې حرمتي د اسلام د دښمنانو په تیره بیا صهیونزم له خوا د اسلامي فرقو د منونکو ترمینځ د تفرقې په موخه یو سپک جنایت دی چې په وړاندې یې باید هوښیار ووسو.
وړومبې هم د ډېرو مهمو خبرونو سرټکي:
د ايران د اسلامي جمهوريت د ټولو وسله والو ځواکونو لوے درستيز جنرل محمد باقري د پاکستان د فوځ له مشر قوماندان سره په ټيلفوني تماس کښې له اسلام آباد سره د دفاعي او اقتصادي ملګرتياو د پراختيا لپاره د تهران د چمتووالي خبر ورکړ.
زمونږ خبریال وايي د پاکستان فیډرال حکومت د بلوچستان صوبې له ګوادر بندر څخه د افغانستان دټرانزیټ تجارت د ترسره کولو اجازه ورکړه .
د پاکستان د شيعه مسلمانانو قائد د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د امريکې د يو اړخيزو بنديزونو د ختمولو په ضرورت تاکيد وکړ.
وړومبې به په تېره هفته کښې د دغو دواړو هېوادونو ډېرو مهمو خبرونو ته يوه کتنه وکړوو او بيا به څو تحليلي رپوټونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو. نو ښه ده پام ورته وکړئ.
د پاکستان حکومت له کرونا وایرس سره د مقابلې لپاره د ۱۲۰۰ میلیارډ روپیو (تقریباً اووه نیم میلیارډ امریکايي ډالرو) د بیلولو خبر ورکړ.
اسلام آباد کښې د امریکې د سفارت ۶۹ ډیپلماټان په پاکستان کښې د کرونا وایرس د خوریدو له ویرې امریکې ته ستانه شول.