-
د نسلوژنې د جګړې په دوو کلونو کې په غزه کې د عیسویانو د کورونو ۸۰ سلنه ویجاړ شوي
Jan 05, 2026 09:39پارس ټوډی – د صهیونیستي رژیم لهخوا پر غزه تړانګه د څه باندې دوو کلونو د نسلوژنې جګړې او پرلهپسې بریدونو په ترڅ کې، د دې سیمې عیسوي ټولنه له بېسارې زیانونو سره مخ شوې ده.
-
یونیسف: میلیونونه ماشومان په بحرانونو کې له خپلو عمرونو پورته فشارونه زغمي
Jan 05, 2026 02:49د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې میلیونونه ماشومان په بحرانونو کې ژوند کوي چې ماشومتوب یې ترې اخیستی او له خپلو عمرونو پورته پېټي يې پر اوږو بار شوي دي.
-
جنرال موسوي: فراجا به د خلکو په ملتیا سره بلواګر پر خپل ځای کښېنوي
Jan 05, 2026 02:45د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز وویل: فراجا به د خلکو په مرسته بلواګر پر خپل ځای کښېنوي، او ایرانیان به د خپل انقلابي چلند له لارې هغو کسانو ته سخت ځواب ورکړي چې له دې ملت سره په درناوي خبرې نه کوي.
-
پر ونزوئلا د امریکا د برید د تلفاتو شمېر ۸۰ کسانو ته لوړ شو
Jan 05, 2026 02:35د ونزوئلا یوه لوړپوړي چارواکي اعلان وکړ چې پر دې هېواد د امریکا د برید د قربانیانو شمېر ۸۰ کسانو ته رسېدلی دی. یاد چارواکي زیاته کړه چې د دې برید په وژل شویو کې ملکي وګړي او همدارنګه د ونزوئلا امنیتي ځواکونه شامل دي. هغه همدارنګه وویل چې د تلفاتو شمېر ښايي نور هم زیات شي.
-
مادورو او د هغه مېرمن به نن د دوشنبې په ورځ د نیویارک په فدرالي محکمه کې حاضر شي
Jan 05, 2026 02:26د امریکا د متحدو ایالتونو د نیویارک د جنوبي ناحیې د فدرالي محکمې یوه ویاند اعلان وکړ چې نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن به د ځايي وخت له مخې نن د دوشنبې په ورځ غرمه په فدرالي محکمه کې حاضر شي.
-
ایران له افغانستان سره د تېلو چاڼ برخه کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې
Jan 05, 2026 02:19په بلخ کې د ایران سرقونسل ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغان سوداګرو سره د تېلو د چاڼ په برخه کې همکاري وکړي.
-
د سیمې د سولې او ثبات لپاره د ایران او عراق همکاري
Jan 05, 2026 01:57پارس ټوډې – د عراق له ولسمشر سره د ایران د سفیر په لیدنه کې، دواړو لورو د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.
-
هوښیاره رهبري او ولسی انسجام؛په نرم جنګ کې د دښمن د ماتې راز
Jan 04, 2026 11:47پارس ټو ډی - امریکا او د سپینې ماڼۍ اروپائي متحدانو ، سره له دې چې مالي لګښتونه او د تبلیغاتي ادارو او دروغجنو رسندوئي فعالیتونو باندې ئې ډير زیات لګښتونه کړي،د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد ئې په نرم جنګ کې ماته خوړلې ده.
-
د ایران او پاکستان خبري اژانسونو ترمینځ ګډه ملګرتیا اړینه ده
Jan 04, 2026 12:16په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د پاکستان د رسمي خبري اژانس مدیر، د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ملګرتیا او خبري تعاملاتو پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل چې د ایران او پاکستان د رسمي خبري اژانسونو د تعامل پراختیا له جعلي خبرونو سره د مقابلې په برخې کې ډېر مهم رول لري
-
افغان او ایرانيو چارواکو د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ په اړه خبرې کړې دي
Jan 04, 2026 12:00د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی.