په امریکا کې د پټرولو بیه بېسارې لوړه شوې ده
Apr 30, 2026 12:18 Asia/Kabul
والسټریټ ژورنال راپور ورکړی چې په امریکا کې د عادي پټرولو اوسط بیه هر ګالن ۴.۱۸ ډالرو ته رسېدلې، چې د جګړې پر مهال یو نوی ریکارډ ګڼل کېږي.
د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ له ۲۸مې (د جګړې د پیل له ورځې) راهیسې د پټرولو بیه شاوخوا ۱.۱۹ ډالر، یعنې نږدې ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.
د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې هم بیه یو ډول نه ده؛ په کالیفورنیا کې د پټرولو بیه تر ۵.۹۶ ډالرو په هر ګالن کې لوړه شوې.
د بیو لوړوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې د هرمز ستراتیژیکه تنګی د روانو شخړو له امله تړلې پاتې دی.
ټیګونه