-
برتانوي ځواکونو په افغانستان کې له بندیانو سره ناوړه او سپکوونکی چلند کړی
Jul 14, 2026 15:37د بریتانیا یوې رسنۍ د هغو تورونو په اړه تازه راپور خپور کړی چې له مخې یې ویل کېږي، یو شمېر بریتانیايي سرتېرو په افغانستان کې د جګړې پر مهال له افغان بندیانو سره ناوړه او سپکوونکی چلند کړی او حتی ځینې بندیان یې د تفریح او ټوقو لپاره له فورکلفټ (د کرېن په شان د وسایلو له جګوونکی ماشین) څخه غورځولي دي.
-
په ننګرهار حوزوي روغتون کې یو روغتیا پال تر زرو زیات دملا او مرۍ عملیات ترسره کړي دي
Jul 09, 2026 05:53د ننګرهار په حوزي روغتون کې د عصبي جراحي ناروغیو متخصص ډاکتر حامد شیر ،چې په همدغه روغتون کې د ځوانو ډاکترانو روزونکی هم دی وائي، په تیریوه کال کې ئې دخپل ټیم په ملتیا دملا او مرۍ خواوشاه یو زرو دوه سوه لوې او واړه عملیات یا آپریشنونه ترسره کړي دي.
-
ټرمپ دې د بګرام هوائي ډګر د بېرته نیولو خوبونه وویني
Jul 09, 2026 05:39د افغانستان د طالبانو یوه چارواکي افغانستان ته د امریکائي عسکرو د بېرته ستنېدو احتمال رد کړ او وې ویل، ډونالډ ټرمپ دې د بګرام هوايي ډګر د بېرته ترلاسه کولو هیله یوازې په خوب کې وویني.
-
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی وفات شو
Jul 07, 2026 14:05افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاپور ځدراڼ له اوږدې ناروغۍ وروسته د هند په یوه روغتون کې مړ شوی دی.
-
روغتیائي او درملنیزې مرستې باید سیاسي نه شي
Jul 06, 2026 06:17د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د روغتیا نړیوالې ادارې له سیمهییزې مشرې سره په لیدنې کې وویل چې روغتیائي، درملنیزې او بشري مرستې باید سیاسي نه شي.
-
هرات کې د ایران او افغانستان د رېل پټلۍ د همکاریو د پراختیا ارزونه وشوه
Jul 05, 2026 07:42د ایران یو پلاوي هرات ته د سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره د رېل پټلۍ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
-
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د بنګلهدېش د پارلمان له مشر سره وکتل
Jul 05, 2026 07:36د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د انقلاب د شهید مشر د جنازې د مراسمو په څنډه کې د بنګلهدېش د پارلمان له رئیس سره ولیدل او خبرې یې وکړې.
-
نړیوالو پلاؤ د ایران د شهیدرهبر د سپېڅلي جسد درناوی وکړ
Jul 03, 2026 12:34پارس ټوډې – د ایران د شهید رهبر سپېڅلي پیکر ته د بهرنیو شخصیتونو د درناوي مراسم نن سهار د تهران د امام خمیني په مصلی یا عید ګاه کې پیل شول.
-
د افغان کډوالو د ستنولو لپاره مهالویش؛ افغان تاجران په پاکستان کې د خپلو شتمنیو په اړه اندیښمن دي
Jul 03, 2026 12:19په پاکستان کې دیره افغان تاجران وائي په دغه هیواد کې د ملیارډونو ډالرو سرمائې او تجارتونه لري او د دباؤنو له امله مجبوره دي چې خپلې دغه شتمنۍ پریږدي یا ئې په نیمائی بیّه خرڅې کړي.
-
په هرمز تنګي کې به د امریکا هرډول لاسوهنې ته پریکنده ځواب ورکړو
Jul 02, 2026 16:17پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا (ص) مرکزي غونډ امریکا ته خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي په امنیتي چارو کې د هر ډول لاسوهنې یا هر ډول ګډوډوونکي اقدام مسؤلیت به د ایران د ملي حاکمیت پر ضد ګواښ وبلل شي او له چټک او پرېکنده غبرګون سره به مخ شي.