-
د افغان ولس دژوند اومال ساتنې ته دې لومړیتوب ورکړل شي
Aug 19, 2021 07:55د طالبانو له پلاوي سره په دغې کتنې کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی ، او د افغانستان د پخوانی مشرانو جرګې مشرفضل هادي مسلم یارهم شتون درلود.
-
له افغانستانه له بلواؤ پرته د وتلو لپاره بله لاره نه وه
Aug 19, 2021 07:22دامریکا پخواني مرستیال ولسمشر مایک پنس هم وئيلي ، امریکائي ډيپلوماټان مجبوره شوي ، دښمنانو ته التماس وکړ ي څو په کابل کې د مونږ په سفارت حمله ونه کړي
-
طالبان دې د ټولو قومونو او مذهبونو دغوښتنو احترام وکړی
Aug 19, 2021 07:06سید عیسی حسینی مزاري په ډاګه کړې ده که طالبان د افغانستان درست قومونه او مذهبونه له ځان سره ملګري کړي ،نو حتما یو همغږه او هراړخیز حکومت به د درست افغانستان او درستې سیمې په ګټه وي ، ځکه افغانان نور له جنګ جګړو او شخړو ستړي شوي دي او دنورو شخړو اوترینګلتیاؤ دزغملو توان نه لري .
-
امام حسین(ع)د اسلام په تاریخ کې ترټولو ستره سرښیندنه کړې
Aug 19, 2021 06:50احمد ا...وثیق وئيلي دي ومونږ اهل تشیّع ته اجارت ورکړی دی چې خپلې مذهبی دستورې کې په آرام او بشپړ آزادۍ سره ترسره کړي ، ځکه چې دووي هم افغانان دي او هرهغه دستورې چې ئې لري ، په آزادۍ سره ئې ترسره کولی شي . .
-
د یمن په صعده کې دحسینی عاشورا دستورې په پرتم سره ولمانځل شوې
Aug 19, 2021 10:41په راپور کې وئيل شوي دي ،د یمن د صعده ښار اوسیدونکو په دې مناسبت پلې کارډونه اوچت کړی او پرې لیکلي وو، عاشورا د آزادونې کرښه ده او لاریون ته به تر قدسه دوام ورکړو ، همداراز درسته فضا د امریکا او اسرائیلو په ضد له شعارونو ډکه شوې .
-
هغه څه چې په افغانستان کې رامینځةشول غمیزه وه
Aug 19, 2021 10:20امریکا په افغانستان کې څه دپاسه دوه ټریلیّن ډالر لګښت کړی دی ، خو له دوو لسیزو پوځي نیواک وروسته اوس په داسې حال کې له دغه هیواده وتلې چې هیڅ په لاس نه دي ورغلی او اروپایان په ځاي ددې چې دامریکا په کړچار اندیښمن شي ، په افغانستان کې د طالبانو له بې ډزه بې ډوزه دکابل په نیول کیدا اندیښنې څرګندوي .
-
ذبیح الله مجاهد د افغانستان د کلتور وزارت سرپرست وټاکل شو
Aug 19, 2021 03:05د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاد د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست په توګه وګمارل شو
-
په افغانستان کې د آزادۍ د کلیزې دستورې دطالبانوپه دخالت سره ګډې وډې شوې
Aug 19, 2021 10:00د طالبانو د کلتوري چارو برخې یوه مسئول مقام وئیلي دي ، د افغانستان د آزادۍ په مناسبت دستورې نن مازدیګر ترسره کیږي ،خو هیچا ته حق نشته چې د افغانستان بیرغونه له ځان سره یوسي .
-
په کابل او ځینو نورو ښارونو کې د عاشورا دستورې په کراري او آرام سره ترسره شوې
Aug 19, 2021 09:43د طالبانو په یوې اعلامېې کې وئيل شوي دي چې درستو خلکو ته به د هر ډول مذهبی دستورو دترسره کولو اجازت ورکړي او چا ته به په دغو دستورو کې اړۍ ګړۍ اجازت ورنکړي .
-
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي له امیر عبداللهیان سره وکتل
Aug 19, 2021 01:21یو شیائو یونګ په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا له ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان سره ملاقات کړی او د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه