امام حسین(ع)د اسلام په تاریخ کې ترټولو ستره سرښیندنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104480-امام_حسین(ع)د_اسلام_په_تاریخ_کې_ترټولو_ستره_سرښیندنه_کړې
 احمد ا...وثیق وئيلي دي ومونږ  اهل تشیّع ته  اجارت ورکړی دی چې  خپلې مذهبی دستورې کې په آرام او بشپړ آزادۍ سره ترسره کړي ، ځکه چې دووي هم افغانان دي او هرهغه دستورې چې  ئې لري ، په آزادۍ سره ئې ترسره کولی شي . .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2021 06:50 Asia/Kabul
  • امام حسین(ع)د اسلام په تاریخ کې ترټولو ستره سرښیندنه کړې

 احمد ا...وثیق وئيلي دي ومونږ  اهل تشیّع ته  اجارت ورکړی دی چې  خپلې مذهبی دستورې کې په آرام او بشپړ آزادۍ سره ترسره کړي ، ځکه چې دووي هم افغانان دي او هرهغه دستورې چې  ئې لري ، په آزادۍ سره ئې ترسره کولی شي . .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ، د طالبانو ډلې د کلتوري کمیشن مرستیال احمد ا... وثیق بیګا په یولړ څرګندونو کې  دې ته په اشارې سره چې  له شیعیانو سره دهیڅ ډول دښمني یا تضاد نه لري ، ټينګار کړی، حضرت امام حسین علیه السلام  داسلام په تاریخ کې ترټولو ستره سرښیندنه کړې ده ، چې ترقیامته به یادیږي .

 احمد ا...وثیق وئيلي دي ومونږ  اهل تشیّع ته  اجارت ورکړی دی چې  خپلې مذهبی دستورې کې په آرام او بشپړ آزادۍ سره ترسره کړي ، ځکه چې دووي هم افغانان دي او هرهغه دستورې چې  ئې لري ، په آزادۍ سره ئې ترسره کولی شي . .

د طالبانو د کلتوري کمیشن مرستیال  زیاته کړې ،دمحرم دستورې ،  له دې کلونو کلونو مخکې  راهسې ترسره کیږي  او طالبانو سږکال د محرم دمیاشتې د دستورو دامنیت دتامینولو لپاره  خپلې ټولې هڅې کارولي دي .

 د طالبانو ډلې دغه لوړپوړي  مسئول مقام ټينګار کړ ی ، طالببان دټولو مذهبونو احترام کوي  او  دمونږ او  د اهل تشیَع ترمینځ ډير زیات مشترکات  شته چې ټول منو .. له دې مخکې هم د طالبانو ډلې ویندوي ذبیح ا... مجاهد  هم تسنیم خبری آژانس ته وئيلي وو،  که څه هم دافغانستان  امنیتي  وضعیّت  عادي حالت نه لري ، خو طالبان ځان مسئول ګڼي ، چې  په دغه هیواد  کې د محرم دمیاشتې د دستورو امنیت تامین کړي . وروستي راپورونه ښئ چې  د افغانستان د کابل پشمول  په مختلفو سیمو کې دحسین عاشورا د  ورځې دستورې په پرتم سره روانې  دي او خلک له کومې ویرې  او اندیښنې پرته  خپلې دستورې لمانځي .