هغه څه چې په افغانستان کې رامینځةشول غمیزه وه 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104498-هغه_څه_چې_په_افغانستان_کې_رامینځةشول_غمیزه_وه
امریکا په افغانستان کې څه دپاسه دوه ټریلیّن ډالر لګښت کړی دی ، خو له دوو لسیزو پوځي نیواک وروسته  اوس په داسې حال کې له دغه هیواده وتلې چې  هیڅ په لاس نه دي ورغلی او اروپایان  په ځاي ددې  چې دامریکا په کړچار اندیښمن شي ، په افغانستان کې د طالبانو له بې ډزه بې ډوزه  دکابل په نیول کیدا اندیښنې څرګندوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2021 10:20 Asia/Kabul
  • هغه څه چې په افغانستان کې رامینځةشول غمیزه وه 

امریکا په افغانستان کې څه دپاسه دوه ټریلیّن ډالر لګښت کړی دی ، خو له دوو لسیزو پوځي نیواک وروسته  اوس په داسې حال کې له دغه هیواده وتلې چې  هیڅ په لاس نه دي ورغلی او اروپایان  په ځاي ددې  چې دامریکا په کړچار اندیښمن شي ، په افغانستان کې د طالبانو له بې ډزه بې ډوزه  دکابل په نیول کیدا اندیښنې څرګندوي .

الجزیره ټيلیویژني چینل راپور ورکړ، داروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل ټينګار کړی ،کابل ته د طالبانو د ورتګ اندیښمنونکي انځورونه  مو تعقیب کړي ، طالبان ممکنه ده ، دقدرت ویش ونه مني ، او د امارات دنظام په اساس ،  حکومت وکړي .

 د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست  دکمیشن مشر  زیاته کړې ، هغه څه چې په افغانستان کې رامینځةشول ، یوه غمیزه وه  او هیڅ:له مو فکر نه کاوه چې طالبان په دومره چټکۍ سره د افغانستان کنټرول ترلاسه کړي ، تر دې دمه  ډير هغه افغانان چې  له مونږ سره ئې ملګرتیا درلودلې،دکابل هوائي ډګر ته نه دی رسیدلي،په راتلونکي کې د طالبانو د کار د رودې په باب ډير اندیښمن یوو .

امریکا  په افغانستان کې تر شلو کلونو پورې  پوځي شتون درلودلی ، په  هغو شلو کلونو کې چې  د ستمبر له یولسمې پيښې وروسته تیر شوي ،  امریکا په افغانستان کې څه دپاسه دوه ټریلیّن ډالر لګښت کړی دی ، خو له دوو لسیزو پوځي نیواک وروسته  اوس په داسې حال کې له دغه هیواده وتلې چې  هیڅ په لاس نه دي ورغلی او اروپایان  په ځاي ددې  چې دامریکا په کړچار اندیښمن شي ، په افغانستان کې د طالبانو له بې ډزه بې ډوزه  دکابل په نیول کیدا اندیښنې څرګندوي .