-
پاکستان افغان محصلانو ته تازه ۴۵۰۰ بورسونه اعلان کړل
Jan 11, 2025 01:57پاکستان پرون د راروانو درېیو کلونو لپاره افغان محصلانو ته د «علامه اقبال» په نوم د تحصیلي بورسونو د پروګرام درېیم پړاو اعلان کړ.
-
په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون پرمهال مري
Jan 10, 2025 10:08د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو د کمښت او نشتوالي له امله، د زېږون او امیندوارۍ د ستونزو له امله، په هرو دوو ساعتونو کې یوه مېرمن مري.
-
طالبانو افغان خبریال مهدي انصاري پر یو نیم کال بند محکوم کړ
Jan 08, 2025 08:40په کابل کې د طالبانو لومړنۍ محکمې افغان خبریال مهدي انصاري د دغې ډلې پر ضد د «تبلیغ» په تور پر یو نیم کال بند محکوم کړی دی.
-
ایران په سرحدي سیندونو کې د اوبو د طبیعي جریان پر وړاندې د خنډونو لرې کولو لپاره د افغانستان پر همکارۍ ټینګار وکړ
Jan 04, 2025 04:15د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي اعلان وکړ چې تهران په سرحدي سیندونو کې د اوبو د طبیعي جریان د دوام او د رامنځته شویو خنډونو په لرې کولو کې له افغانستان څخه د همکارۍ غوښتونکی دی.
-
له تاجکستان سره د طالبانو سیاسي اړیکې د پراخېدو په حال کې دي
Jan 04, 2025 04:05د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې تر پخوا له تاجکستان سره د دوی سیاسي اړیکې د پرمختګ په حال کې دي.
-
۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د ناچاودو توکو د چاودنو له امله ۴۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jan 03, 2025 03:42د سره صلیب نړیوالې کمېټې آی سي آر سي په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر دوام اندېښنه ښودلې او ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه د ماشومانو په ګډون ۴۵۵ کسان د نا چاوده توکو د چاودنو اړوند پېښو کې مړه او ټپیان شوي دي.
-
په افغانستان کې روان ژمی یوازې له نیمايي اړمنو لاسنیوی کولای شو
Jan 03, 2025 02:40د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دا بنسټ په افغانستان کې د بودیجې کمښت له امله د ۱۴ میلیونو اړمنو له ډلې یوازې د ۷ میلیونو لاسنیوی کولای شي.
-
په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو څه باندې ۱۰۸ زره پېښې ثبت شوي
Dec 28, 2024 02:54د روغتیا نړیوال سازمان د روان زېږیز کال د نوامبر میاشتې په راپور کې ویلي چې، دغه میاشت په افغانستان کې د حاد تنفسي ناروغیو څه باندې ۱۰۸ زره مثبتې پېښې چې د تېرې زیږېزې میاشتې په پرتله ۱.۳ سلنه کموالی ښیي ثبت شوې دي.
-
د تېرو ۱۲ میاشتو پر مهال ۱۸ رسنۍ تړل شوي او تر ۴۰ زیات خبریالان نیول شوي
Dec 27, 2024 11:06د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۴ پر مهال د رسنیو او خبریالانو د حقونو د نقض ۱۸۱ موارد یې ثبت کړي دي چې په دې کې ۱۳۱ د ګواښ او ۵۰ د خبریالانو د نیونې موارد شامل دي.
-
پر پکتیکا د پاکستان په هوایي برید کې د تلفاتو شمېر ۴۶ کسانو ته ورسېد
Dec 25, 2024 09:49د طالبانو ویاند ویلي چې، تېره شپه د پاکستان د جیټ الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۶ تنو ته ورسېد.