پاکستان افغان محصلانو ته تازه ۴۵۰۰ بورسونه اعلان کړل
(last modified Sat, 11 Jan 2025 00:57:17 GMT )
Jan 11, 2025 05:27 Asia/Kabul
  • پاکستان افغان محصلانو ته تازه ۴۵۰۰ بورسونه اعلان کړل

پاکستان پرون د راروانو درېیو کلونو لپاره افغان محصلانو ته د «علامه اقبال» په نوم د تحصیلي بورسونو د پروګرام درېیم پړاو اعلان کړ.

د دغه پروګرام له مخې ټاکل شوې افغان محصلانو ته په دغو درېیو کلونو کې ۴۵۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړل شي.

که څه هم په افغانستان کې د پاکستان د تحصیلي بورسونو په اړه شکونه او بدبینۍ شته، خو پاکستان وايي یوازې به روانه میاشت څه باندې ۲۲زره محصلان په آنلاین ډول په دغه تحصیلي پروګرم کې ګډون وکړي.

ویل شوي، دغه بورسونه د طب، انجنیرۍ، کرنې او نورو برخو کې دي او ۳۳ سلنه یې نجونو ته ځانګړې شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق دا افغان محصلانو ته تر ټولو محبوب بورسونه بللي دي.

طالبانو د نجونو پر منځنیو او لوړو زده کړو بندیز لګولی او په وروستي مورد کې یې په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو او ښځو تعلیم هم منع کړ.