طالبانو افغان خبریال مهدي انصاري پر یو نیم کال بند محکوم کړ
په کابل کې د طالبانو لومړنۍ محکمې افغان خبریال مهدي انصاري د دغې ډلې پر ضد د «تبلیغ» په تور پر یو نیم کال بند محکوم کړی دی.
د هغه مکتوب له مخې چې خپور شوی دی، د طالبانو لومړنۍ محکمې یوه اوونۍ وړاندې د مهدي انصاري د بند حکم صادر کړی دی.
په ليکل شوي متن کې راغلي: «ياد شوي کس د طالبانو پر ضد د تبليغ په جرم پر خپل جرم اعتراف کړى او پر يو نيم کال بند محکوم شوى دى.»
د يادونې وړ ده، چې مهدي انصاري د افغان خبري آژانس خبريال وو او د روان کال د تلې پر ١٦مه د طالبانو د استخباراتو له خوا د کابل د دشت برچي په پل خشک سيمه کې ونيول شو.
همداراز طالبانو د «پیام» وېبپاڼې عکاس او خبریال عارف هجران هم د تلې پر ۸مه د دغې ډلې د پلټنځایونو او وسله والو د عکس اخیستو په تور پر لس کاله بند محکوم کړی وو.
دا په داسې حال کې ده، چې جلاوطنه افغان خبریالانو په خپل تازه راپور کې زیاته کړې، چې طالبانو په درېیو کلونو کې شاوخوا ۳۰۰ خبریالان نیولي دي.