-
د روان کال تر اکتوبر به ۱۲نيم ميليونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ وي
Sep 07, 2024 02:46په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پرګرام ډبيلوايفپي څانګه اټکل کوي، چې د تېرې مې او راروانې اکتوبر میاشتو ترمنځ موده کې به نژدې دولس نیم میلیون افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخامخ وي.
-
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره د یوناما د مشرې لیدنه
Sep 05, 2024 12:08د یوناما د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې یوناما به په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د هېوادونو او خصوصي موسسو له استازو سره غونډه ترسره کړي.
-
په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر وړاندې د کابو ۷۰ فرمانونو صادرېدل
Sep 05, 2024 12:04د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي چې د افغانستان سرپرست حکومت په تېرو درېیو کلونو کې، د ښځو د حقونو په اړه لږ تر لږه اویا فرمانونه صادر کړي دي.
-
افغان او ترکمنستاني لوري د ټاپي پروژې په اړه خبرې کړې دي
Jul 26, 2024 11:16د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په لیدنه کې، د دوو اړخیزو ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې د غځولو کار د پیل پر لارو چارو خبرې کړې.
-
په افغانستان کې د افغان خبریالانو د نیولو او ګواښونو نږدې ۹۰ پېښې ثبت شوي
Jul 19, 2024 03:09د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې، په تېرو شپږ میاشتو کې یې په دې هېواد کې د خبریالانو د نیولو او ګواښونو نژدې ۹۰ پېښې ثبت کړي دي.
-
د افغان کډوالو ایستل دې ودورل شي
Mar 27, 2024 08:15د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د اسلام آباد له خوا د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام د ډېرو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.
-
په تېره لسیزه کې له ۶۳ زرو زیات کډوال مړه او نادرکه شوي
Mar 27, 2024 07:23د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې لږترلږه ۶۳ زره او ۲۸۵ تنه له خپلو هېوادونو څخه د کډوالۍ په ترڅ کې مړه شوي یا بې درکه شوي دي.
-
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له بند څخه د عبیدالله احمدي د آزادېدو غوښتنه کړې
Mar 26, 2024 02:52د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو څخه غوښتي چې په کندوز ولایت کې ځايي خبریال عبیدالله احمدي خوشې کړي.
-
د افغانستان او ايران د کلتوري اړيکو پر پراختيا خبرې وشوې
Mar 26, 2024 02:33د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له کلوري اتشه ډاکټر سید روح الله حسیني سره وکتل.
-
۷۹ سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري
Mar 24, 2024 02:07د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په خپل یوه تازه راپور کې په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې د اوبو د کمښت مسله ارزولې او ویلي چې، د دغه هېواد ۷۹ سلنه خلک په کافي اندازه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.