افغان او ترکمنستاني لوري د ټاپي پروژې په اړه خبرې کړې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150690-افغان_او_ترکمنستاني_لوري_د_ټاپي_پروژې_په_اړه_خبرې_کړې_دي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په لیدنه کې، د دوو اړخیزو ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌لیکې د غځولو کار د پیل پر لارو چارو خبرې کړې.
(last modified 2024-07-26T06:48:35+00:00 )
Jul 26, 2024 11:16 Asia/Kabul
  • افغان او ترکمنستاني لوري د ټاپي پروژې په اړه خبرې کړې دي

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په لیدنه کې، د دوو اړخیزو ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌لیکې د غځولو کار د پیل پر لارو چارو خبرې کړې.

په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې د ټاپي نل‌لیکې غځول د سرپرست حکومت په سترو لومړیتوبونو کې دي او د افغانستان اړوندې ادارې کار کوي، څو په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د دغې نل‌لیکې غځولو اړوندې ټولې تخنیکي چارې وروستۍ او عملي کار پیل شي.

همدارنګه، په دې لیدنه کې د ترکمنستان سفیر د خپل هېواد له لوري د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌لیکې د غځولو عملي کار اړوند وروستي پرمختګونه، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره شریک کړي دي.