-
له فلسطيني خبريالانو سره د څه دپاسه ۳ زرو ايراني خبريالانو د پيوستون اعلامیه
Feb 03, 2024 02:25درې زره او ۵۷۴ ایراني خبریالانو د یوې اعلامیې په لاسلیکولو سره، له فلسطیني خبریالانو سره پیوستون اعلان کړ.
-
تراوسه له پاکستان څخه تر ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال ایستل شوي
Feb 02, 2024 02:02د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو پنځه میاشتې پوره شوې، چې په دې موده کې تر پنځه سوو زرو ډېر افغان کډوال له دغه هېواد څخه ایستل شوي دي.
-
په بهر کې د افغان زندانیانو د خلاصون لپاره له اړونده هېوادونو سره خبرې کوو
Jan 30, 2024 01:52د سرپرست حکومت د کابینې په غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې په نورو هېوادونو کې د افغان زندانيانو په اړه له اړوندو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د خلاصون لپاره یې لارې چارې ولټوي.
-
افغانستان تر ټولو ټيټ کيفيته پوهنيز نظام لري
Jan 25, 2024 02:38پرون د جنورۍ ۲۴مه د پوهنې نړیواله ورځ وه. د ملګرو ملتونو ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د زده کړو د کیفیت تر ټولو ټیټه کچه لري. یونیسف ویلي چې په دویم او درېیم ټولګي کې یوازې ۱۳ سلنه ماشومان د لوستلو لومړني مهارتونه او یوازې ۱۸ سلنه یې د ریاضي مهارتونه لري.
-
۲۶ میلیونه پاکستاني ماشومان له زده کړو بې برخې دي
Jan 25, 2024 02:23د پاکستان ولسمشر د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې غونډې کې ویلي چې؛ په دغه هېواد کې تر ۲۶ میلیونو ماشومان له ښوونځي بې برخې دي.
-
د پرمختللې او هوسا افغان ټولنې لپاره د نجونو زده کړې اړینې دي
Jan 25, 2024 01:56په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیالۍ دفتر مشرې روزا اتونبایوا ویلي چې مساوي زده کړې په افغانستان کې نه یوازې بشري بنسټیز حق، بلکې د دغه هېواد د راتلونکې بنسټ دی.
-
د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت دوام د تدریجي مرګ په معنا دی
Jan 19, 2024 01:22د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په دې هېواد کې بې وزلي او د حل لارې په اړه په غږیز پوډکاسټ پروګرام کې ویلي، چې د افغانستان د نفوس نیمه برخه په مطلقې بې وزلۍ کې ژوند کوي او د خلکو درېیمه برخه د یوې یا دوه ډوډیو د اخیستو توان نه لري.
-
په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ۲۷ سلنه کم شوی
Jan 19, 2024 01:10د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام چارواکي وایي، چې افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له جدي اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی.
-
په کاپیسا او بامیانو کې دوو ځوانانو ځان وژنه کړې ده
Jan 15, 2024 09:34د بامیانو سیمه ایز چارواکي په دغه ولایت کې د یوه ۱۶ کلن هلک د ځانوژنې خبر ورکوي.
-
د کندهار له طب پوهنځي څخه ۸۷ تنه ډاکټران فارغ شول
Jan 15, 2024 09:21د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د یکشنبې په ورځ په همدې موخه مراسم جوړ شوي وو.