په کاپیسا او بامیانو کې دوو ځوانانو ځان وژنه کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144794-په_کاپیسا_او_بامیانو_کې_دوو_ځوانانو_ځان_وژنه_کړې_ده
د بامیانو سیمه ایز چارواکي په دغه ولایت کې د یوه ۱۶ کلن هلک د ځان‌وژنې خبر ورکوي.
(last modified 2024-01-15T05:07:09+00:00 )
Jan 15, 2024 09:34 Asia/Kabul
  • په کاپیسا او بامیانو کې دوو ځوانانو ځان وژنه کړې ده

د بامیانو سیمه ایز چارواکي په دغه ولایت کې د یوه ۱۶ کلن هلک د ځان‌وژنې خبر ورکوي.

دغه هلک محمد نومېده او د مرغومي په ۲۴مه شاوخوا ۷:۰۰ بجې د باميانو ولايت مرکز اړوند په «زرګران» سيمه کې ځان زندۍ کړی او خپل ژوند يې پای ته رسولی.

د باميانو ولايت امنيې قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دغه تنکي ځوان جسد يې د پلټنو لپاره روغتون ته لېږدولی دی.

تر اوسه د دغه ځوان د ځان‌وژنې انګېزه نه ده څرګنده.

له دې سره، د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په «بدراب» کلي کې هم د مرغومي په ۲۴مه يوه تنکي ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د ځان‌وژنې پېښې په ځانګړې توګه د ځوانانو په منځ کې زیاتې شوې دي.