د  کندهار له طب پوهنځي څخه ۸۷ تنه ډاکټران فارغ شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144790-د_کندهار_له_طب_پوهنځي_څخه_۸۷_تنه_ډاکټران_فارغ_شول
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د یکشنبې په ورځ په همدې موخه مراسم جوړ شوي وو.
(last modified 2024-01-15T04:56:47+00:00 )
Jan 15, 2024 09:21 Asia/Kabul
  • د  کندهار له طب پوهنځي څخه ۸۷ تنه ډاکټران فارغ شول

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د یکشنبې په ورځ په همدې موخه مراسم جوړ شوي وو.

سرچینې په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.

د دغه فراغت اړوند په خپور شوي تصویر کې لیدل کېږي، چې ټول فارغان نارینه دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، دوی له نجونو څخه په ښوونځیو کې له شپږم څخه د پورته ټولګیو او په پوهنتونونو کې یو مخ د زده کړو حق واخیست.

د دې ترڅنګ یې د نجونو د زده کړو خصوصي مرکزونه هم وتړل.

د کندهار له طب پوهنځي څخه په داسې مهال نارینه ډاکټران فارغېږي، چې د طالبانو د روغتیا د وزیر په وینا، افغانستان د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.