-
روان کال په افغانستان کې زموږ ۱۱۳ مرستندوی کارکوونکي نیول شوي
Sep 26, 2023 01:52ملګري ملتونه په افغانستان کې په روان کال کې د بشري مرستو د رسولو پرمهال د خپلو ۱۱۳ کارکوونکو د نیول کېدو خبر ورکوي.
-
پاکستان کې په یوه کال کې څه باندې ۳ زره افغان کډوال نیول شوي
Sep 26, 2023 01:45په پاکستان کې د افغانستان سفارت له څه مودې راهیسې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیول کېدو لړۍ له چټکتیا سره هممهاله وايي چې په تېر یوه کال کې له ۳۰۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.
-
په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۳.۷ میلیونو ته لوړ شوی
Sep 26, 2023 01:34د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی، چې د روان کال تر جون میاشتې پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۳.۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.
-
په افغانستان کې نن يو ځل بيا د پولیو ضد واکسین درې ورځنی ملي کمپاین پیل شو
Sep 25, 2023 11:06د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په يوه بيانیه کې ويلي چې د دې کمپاین موخه داده ترڅو د پنځو کالو کم عمره څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي. د نورو جزئیاتو لپاره زموږ د همکار فضل غني حقمل راپور ته غوږ شئ.
-
د ننګرهارپه حوزوي روغتون کې د اکسیجن تولید دستګاه پر فعالیت پېل وکړ
Sep 25, 2023 10:57چارواکي وایي د دې دستګاه د فعالیت په پیلېدو سره به د روغتون په ټولو واټونوکې بستري ناروغانو ته د اکسیجن اړتیا پوره شي. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
اقتصادي پروژو کې د افغانستان شاملولو لپاره په ګډه کار کوو
Sep 22, 2023 10:14د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال د افغانستان لپاره د چين له سفير جاو شينګ سره په کتنه کې ویلي، چې سرپرست حکومت د واحد چین ملاتړ کوي، د چين يو کمربند – يوه لار پروژه تاييدوي او افغانستان هڅه کوي د مختلفو دهليزونو له لارې له دې پروژې سره وصل شي.
-
د نجونو پر زده کړو د حامد کري او عبدالله ټینګار
Sep 22, 2023 09:58پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره کتلي دي.
-
طالبان دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي
Sep 22, 2023 09:49افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ وايي چې سرپرست حکومت دې له شپږم ټولګي پورته د ښځینه زده کوونکو تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.
-
ټوله نړۍ کې له زده کړو د محرومو کسانو شمېر له ٦ میلیونه ډېر شوی
Sep 20, 2023 01:37طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونیزو ادارو دروازې تړلې دي.
-
د طالبانو سیاسي مخالفان دې وطن ته راشي او په ویاړ دې ژوند وکړي
Sep 20, 2023 01:11د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي پنجشېر ته د سفر پر مهال د طالبانو پر ټولو سیاسي مخالفانو غږ وکړ چې بېرته دې وطن ته راوګرځي او په ویاړ دې ژوند وکړي.