په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۳.۷ میلیونو ته لوړ شوی
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی، چې د روان کال تر جون میاشتې پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۳.۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.
د هشت صبح ورځپاڼې د خبر له مخې، اېکسپرېس ټریبیون د دغه سازمان په حواله راپور ورکړی چې له دې ډلې ۱،۳ میلیونه یې په رسمي ډول ثبت شوي دي.
د دغه سازمان موندنې ښيي چې اوس مهال شاوخوا ۷۷۵۰۰ «غیر راجستر» افغانان په پاکستان کې مېشت دي.
د دغه راپور له مخې، په پاکستان کې ۶۸،۸ سلنه افغانان په ښاري او نیمه ښاري سیمو کې مېشت دي، په داسې حال کې چې پاتې ۳۱،۲ سلنه یې د کلیو په ګډون په ۵۴ بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي.
د دغه راپور له مخې یوازې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ۶۰۰ زره افغان کډوال پاکستان ته تللي دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویاند قیصر خان افریدي په وینا، پاکستان کې دا مهال ۱.۳ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې د حکومت له خوا ورکړل شوي اسناد لري.
په تېرو دوو کلونو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د داوطلبانه راستنېدو د پروګرام له لارې شاوخوا ۱۶ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
سرچینه وايي، د پاکستاني پولیسو د دې کړنې لامل له کډوالو څخه «اباج اخیستنه» ده، خو د دغه هېواد چارواکو تل دا ادعاوې رد کړې دي.