-
افغانستان کې د څلورم کال لپاره د نجونو له شتون پرته نوی ښوونیز کال پیل شو
Mar 21, 2025 04:05د طالبانو د پوهنې وزارت پرون د نوي ښوونیز کال د پیل په موخه په یو لړ مراسمو یوځل بیا د عصري او دینې علومو پر ارزښت ټینګار وکړ، خو د نجونو د زده کړو په اړه یې څرګندونې ونه کړې.
-
افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله په ۱۴۰۳ کال کې شاوخوا ۲ زره کسان مړه شوي
Mar 21, 2025 04:00له تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه او تر بل هر وخت ډېرې شوې چې له امله یې زرګونه کسان مړه او سلګونه نور سخت او سطحي ټپيان شوي دي.
-
د افغانستان په خاورې کې به ترهه ګر بیا هم تعقیب کړو
Mar 20, 2025 02:56د پاکستان دفاع وزیر په افغانستان کې دتحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د جګړه مارو د شتون په ادعا سره په دغه هیواد داخل کې پر دوي د حملو ګواښ وکړ.
-
په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځول شو
Mar 18, 2025 03:07د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک په تصویب سره د افغانستان لپاره د دغه سازمان د استازولۍ دفتر یا یوناما ماموریت د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې پورې وغځاوه که څه هم اندېښنې وې چې هلته د خلکو روان فقر او د یوناما د ماموریت پای به په افغانستان کې بحران لا زیات کړي، خود دوی له تازه پرېکړې وروسته به یوناما یو کال نور هم په افغانستان کې کار وکړي.
-
افغانستان او پاکستان د تورخم دروازې پرانېستو په تړاو هوکړې ته ورسېدل
Mar 18, 2025 02:55د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي چې افغان او پاکستاني سوداګر او قومي مشران د تورخم دروازې پرانېستو په اړه هوکړې ته سره رسېدلي دي.
-
د تېر کال پرتله د خبریالانو پر وړاندي ۲۴ سلنه سرغړونې زیاتې شوي
Mar 17, 2025 12:41نن د کب ۲۷ مه په افغانستان کې د خبریال ملي ورځ ده او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په دې هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.
-
طالبان خپلو ګټو ته د ژمنو رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي
Mar 17, 2025 12:31د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د خبریال د ملي ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې، په دې هېواد کې د رسنیو وضعیت په ښه لوري روان دی.
-
د هېڅ هېواد د خوشحالولو لپاره جګړې ته نه ځو
Mar 17, 2025 12:13پارس ټوډې - د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزار سرپرست اعلان وکړ: کابل یو متوازن سیاست غوره کړی او د یوه هېواد د رضایت لپاره د بل هېواد پر ضد جنګ ته نه ځي.
-
صدا اوسیما سازمان د «الاقصی» شبکې بندولو پر ضد اعتراض وکړ
Mar 17, 2025 12:04پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د صدا او سیما سازمان د برون مرزۍ مرستیال د امریکا او اروپا لخوا د الاقصی چینل پر خپرونو باندې د بندیز په غبرګون کې وویل: د لوېدیځ د رسنیز سانسور پر وړاندې د مقابلې څپې باید پیاوړې شي.
-
افغانستان، د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د پولي تړون هرکلی کړی
Mar 16, 2025 03:37د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د سرحدي اختلاف د حل لپاره د لاسلیک شوي تړون هرکلی کړی دی.