د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی تاتارستان ته ولاړ
د افغانستان د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان ته سفر کړی دی.
د طالبانو اقتصادي معاونیت لیکلي چې، یاد پلاوی به د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډو کې د یوشمېر هېوادونو له لوړ رتبه چارواکو سره رسمي لیدنې هم ولري.
ټاکل شوې دغه غونډه نن پیل او د روانې میلادي میاشتې تر ۱۸ مې دوام وکړي.
د دې غونډې موخه د اقتصادي او ډیپلوماتیکو اړیکو پراختیا او د افغانستان د بیارغونې لپاره د پانګونې راجلبول دي.
دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې د کارپوهانو په وینا، طالبان د افغانستان د بحراني وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوال اقتصادي ملاتړ د جلبولو په لټه کې دی.
د کازان په فورم کې ګډون، چې د سیمې یو له مهمو اقتصادي پېښو څخه دی، د طالبانو لپاره یو فرصت برابروي چې پانګوالو ته د کانونو او زیربنایي پروژې معرفي کړي.