افغانستان په نړۍ کې د مېندو د مړینې لوړه کچه لري
(last modified Tue, 06 May 2025 02:44:49 GMT )
May 06, 2025 07:14 Asia/Kabul
  • افغانستان په نړۍ کې د مېندو د مړینې لوړه کچه لري

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د مې پر پنځمه د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې دا هېواد په نړۍ کې د مېندو د مړینې لوړه کچه لري.

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت دوشنبه د غويي پر ۱۵مه په یوه بیانیه کې لیکلي چې د مېرمنو لپاره د روغتیايي زده‌کړو په ځانګړې توګه د قابلګۍ په برخه کې د بندیز لرې کول، د مېندو د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي او بېړنۍ ګام دی.

نوموړي سفارت ټينګار کړی چې په روغتیايي برخه کې د ښځو زده‌کړې د مېندو د مړینې په کمولو او کورنیو د سلامتیا لپاره اړینې دي.

په بیانیه کې راغلي: د قابلو پر نړیوالې ورځې، دا یوه قوي یادونه ده چې په روغتیايي په ځانګړې توګه د قابلګۍ په برخه کې د مېرمنو زده‌کړې د مېندو او نویو زېږدلو ماشومانو د ژوند لپاره اړینې دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم د دې ورځې په مناسبت د افغان قابلو ژمنتیا ستایلې ده.

نوموړي بنسټ ویلي چې د افغان قابلو پیاوړتیا د انسانانو ژوند ژغوري.