د طالبانو مشرتابه د ښاري طرحو په اړه فرمان ورکړی
(last modified Wed, 14 May 2025 07:47:13 GMT )
May 14, 2025 12:17 Asia/Kabul
  • د طالبانو مشرتابه د ښاري طرحو په اړه فرمان ورکړی

د طالبانو مشرتابه د ښاري طرحو (پلانونو) د غوره او اغېزناکه تطبیق، ودانیزو، سوداګریزو او صنعتي ساحو پراختیایي چارو کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه یو فرمان ورکړی دی.

د فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي، د کور او ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالۍ په ګډون د ولایتونو او ولسوالیو اړوند ښاروالۍ مکلفيدي چي د برېښنايي او چاپي رسنیو، د جوماتونو امامانو، د ګذر وکیلانو او نورو مناسبو وسایلو له لاري د ښاري طرحو (پلانونو) اړوندلازم معلومات او تفصیلات وقتاً فوقتاً خپاره او د غوښتني پر مهال یې خلکو ته ورکړي.

د دغه فرمان په دوېیمه ماده کې راغلي، هغه سیمي چي په ښاري ساحو کي داخلي شوي دي او تفصیلي طرحه (پلان) نه وي ورته جوړ شوی، د دې فرمان په لومړۍ ماده کي ذکر شوي ادارې مکلفي دي چي تفصیلي طرحي (پلانونه) دي ورته جوړ او خپاره کړي.

د فرمان په درېیمه ماده کې راغلي، د چارو ادارې او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاستونه مکلف دي چي د دې فرمان له تطبیق څخه په دوامداره توګه نظارت وکړي.