-
په پاکستان کې د اورګاډي د برمته شوو کسانو د آزادولوعملیات پاي ته ورسیدل
Mar 13, 2025 02:39د پاکستان د پوځ ویندوي څو ساعته مخکې د اورګاډي د مسافرانو دبرمته ګرۍ د ختمیدا په اعلانولو سره وئیلي دي، په دغې پيښې کې څلورو پوځيانو ، او ۲۱ مسافرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
-
په ایران کې افغان کډوالو ته بریښنایي تذکرې ورکول کېږي
Mar 10, 2025 10:15په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو ویلي چې ډېری افغانان د هویت اسناد نه لري، اوس افغان طالبانو ویلي چې په دې برخه کې اتباعو ته هم برېښنایي تذکرې صادرېږي.
-
په تورخم کې د افغان او پاکستاني قومي مشرانو جرګه هم بېپایلې ختمه شوه
Mar 10, 2025 09:53په تورخم کې د افغان او پاکستاني قومي مشرانو جرګه هم بېپایلې ختمه شوې او تورخم لار د شاوخوا دوو اونیو راهیسې لا هم د هر ډول تګ او راتګ لپاره تړلې ده.
-
طالبانو له عمومي ژونده د ښځو د حذف لپاره تر ۸۰ زیات فرمانونه ورکړي دي
Mar 09, 2025 03:00د بښنې نړیوال سازمان د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال پر مهال واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، دې ډلې له عمومي ژونده د ښځو د حذف لپاره تر ۸۰ زیات «ظالمانه او وحشیانه» فرمانونه ورکړي دي.
-
د زده کړو حق د مذاکرې وړ نه دی
Mar 09, 2025 02:55له زده کړو د افغان نجونو له څه باندې درې کاله محرومیت وروسته، د ملګرو ملتونو ښوونیز او کلتوري سازمان(یونسکو) وایي چې د زده کړو حق د مذاکرې وړ نه دی.
-
پاکستان، افغانستان کې د امریکا پاتې پوځي تجهیزاتو ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ له هڅو ملاتړ کوي
Mar 07, 2025 11:15د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په ۵مه په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړې چې د سهشنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز ترمنځ ټلفوني خبرې شوي دي.
-
په تورخم کې د جګړې له امله ۸ سوه کورنۍ بې ځایه شوي
Mar 07, 2025 11:03د تورخم لویه لار نن د څوارلسمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې، بلخوا سیمه ایز چاواکي بیا وایي چې، د پاکستان لخوا د توغول شویو توغندیو د لګېدو له امله په سیمه کې ۸ سوه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
-
پاکستان په دې هېواد کې د داعش د پټنځایونو د شتون ادعاوې رد کړې
Mar 07, 2025 10:43د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دغه هېواد کې د داعش پټنځایونو د شتون په تړاو د افغان طالبانو د ویاند وروستۍ څرګندونې رد کړې.
-
د افغانستان د فراه ولایت ملي ټلویزیون پر راډیو بدل شو
Mar 07, 2025 10:28د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي چې په فراه کې د طالبانو امر باالمعروف او نهي عنالمنکر بنسټ د فشارونو له امله د دغه ولایت ملي ټلویزیون پر راډیو بدل شوی دی.
-
د پاکستان د بنو ښار حمله په افغانستان کې پلان او منظمه شوې ده
Mar 06, 2025 02:48د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې مدعی شوی چې ددغه هیواد د خیبر پختونخواه په بنو ښار کې پر امنیتی پُستې و روستۍ ځان مرګي او بمي حملې له افغانستانه هدایتیږي او هماغلته پلان شوي دي.