ننګرهار کې پلار خپل زوی او خاوند خپله مېرمن وژلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i159562
د ننګرهار په بهسودو او خوږیاڼو ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې یو پلار خپل زوی وژلی او د درې مېرمنو خاوند خپله یوه مېرمن وژلې ده.
(last modified 2025-05-01T07:15:50+00:00 )
May 01, 2025 11:42 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې پلار خپل زوی او خاوند خپله مېرمن وژلې

د ننګرهار په بهسودو او خوږیاڼو ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې یو پلار خپل زوی وژلی او د درې مېرمنو خاوند خپله یوه مېرمن وژلې ده.

یوې سرچینې ویلي: د بهسودو ولسوالۍ په قاسم آباد سیمه کې وړمه شپه یوه پلار د ارشاد په نوم خپل زوی چې تازه له جرمني ډیپورټ شوی وو، په بې رحمه ډول وژلی دی.

دغه سرچینې زیاته کړې، د وژل شوي هلک پلار له سیمې تښتېدلی، خو طالبانو یې د نیولو هڅې پيل کړي دي.

بلخوا یوې بلې سرچینې زیاته کړې چې: د یاد ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په مملې سیمه کې یوه کس چې درې مېرمنې یې درلودې، تېره شپه خپله یوه مېرمن په ډزو وژلې ده.

تر اوسه د دغه دواړو پېښو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.