نن د مې لومړۍ نېټه د کارګر نړیواله ورځ ده
د کار نړیوال سازمان (آی ایل او) د دې ورځې په مناسبت ویلي، په داسې حال کې چې هوش مصنوعي (اې آی) ورځ تر بلې پرمختګ کوي، ډېری خلک خپلې دندې له لاسه ورکوي.
له دې سره په افغانستان کې بیا زرګونه کارکر په سختو شرایطو کې، له روغتیايي بیمې، د خوندیتوب وسایلو او قانوني ملاتړ پرته کار کوي.
په داسې حال کې چې تر دې وړاندې ډېری کارکرو د ډبرو سکرو په کانونو او ساختماني کارونو کې د خرابو کاري شرایطو له امله له خپل ژونده بې برخې شوي دي
له بل پلوه له کارګرانو ناوړه ګټه اخیستنه چې له کاري ساعتونو ډېر کار ته اړ اېستل کېږي، د روغتیا او خوندیتوب بیمې او د کاري تړون نشتوالی د افغانستان په څېر په وروسته پاتې او بېوزله هېوادونو کې د کارګرانو اصلي ستونزې بلل کېږي.
په افغانستان کې د کاري قوانینو نه پلی کېدو له امله کارګر له سختو ستونزو سره مخ دي. په افغانستان کې په کارګرو تر کاري ساعتونو ډېر کار کېږي؛ خو په بدل کې یې کمه تنخوا ورکول کېږي.
د بهرنیو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې کارګرو ته روغتیايي بیمه هم نه ورکول کېږي او په کاري چاپېریال کې د تبعیضي او ناوړه چلند راپورونه هم ډېر ښکته پورته کېږي.