سلګونه زره افغانان په زوره خطر ته استول کېږي
د ملګرو ملتونو د مرستو ادارو پرون د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې؛ د افغانستان د بشري وضعیت کړکېچ ورځ تر بلې زیاتېږي او دا بحران له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د ډله ایزې ستنولو له امله نور هم سخت شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو له مخې، یوازې د اپرېل په میاشت کې تر ۲۵۰ زرو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۹۶ زره (په زور) ایستل شوي دي. دې ادارې د ښځو او نجونو د برخلیک په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې، ځکه چې دوی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له لا زیات محدودیت سره مخامخ دي.
د دې افغانانو ډلهایزه ستنېدل د بشري مرستو پر منابعو لا زیات فشار راوړي او د هغو میلیونو خلکو حالت لا پسې خرابوي چې له مخکې څخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره لاس او پښې وهي.
د دې ادارې ویاند بابر بلوچ ویلي: دوی ورځ تر بلې ډېر محدودیتونه تجربه کوي، که هغه کار ته لاسرسی وي، که زدهکړو ته، یا که د تګ راتګ ازادي وي.
ښاغلي بلوچ زیاته کړې: موږ تل د ایران او پاکستان له حکومتونو سره دا خبره کوو چې خپل هېواد ته ستنېدل باید داوطلبانه، خوندي او له درناوي ډکه وي.
د ملګروملتو په ادعا ښځې او نجونې، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د قومي یا مذهبي لږکیو غړي چې په زوره شړل شوي، هغه کسان دي چې بېرته افغانستان ته په ستنېدو کې تر ټولو له ستر ګواښ سره مخامخ دي.