-
په هریرود سرحدي حوزه کې د پاشدان بند د جوړېدو پایله څه ده؟
Dec 31, 2024 11:26د ایران د اسلامي جمهوریت د اوبو د صنعت ویاند، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د هریرود سیند له اوبو څخه یوه اړخیزه ګټه اخیستنه، د لاندې پرتو هېوادونو له دودیزو حقونو څخه سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان لخوا دغه یو اړخیزه اقدام به، د ایران په خاوه کې د څو میلیونو کسانو روغتیا او د څښاک د اوبو رسولو بهیر اغېزمن کړي.
-
په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو څه باندې ۱۰۸ زره پېښې ثبت شوي
Dec 28, 2024 02:54د روغتیا نړیوال سازمان د روان زېږیز کال د نوامبر میاشتې په راپور کې ویلي چې، دغه میاشت په افغانستان کې د حاد تنفسي ناروغیو څه باندې ۱۰۸ زره مثبتې پېښې چې د تېرې زیږېزې میاشتې په پرتله ۱.۳ سلنه کموالی ښیي ثبت شوې دي.
-
پر افغانستان برید به کرکه نوره هم زیاته کړي
Dec 28, 2024 02:43د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې، پر افغانستان د بمبارۍ او د کډوالو د جبري ایستلو له امله په پاکستان کې ترهګري کمه شوې نه ده، خو کرکه ورسره ډېره شوې ده.
-
د تېرو ۱۲ میاشتو پر مهال ۱۸ رسنۍ تړل شوي او تر ۴۰ زیات خبریالان نیول شوي
Dec 27, 2024 11:06د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۴ پر مهال د رسنیو او خبریالانو د حقونو د نقض ۱۸۱ موارد یې ثبت کړي دي چې په دې کې ۱۳۱ د ګواښ او ۵۰ د خبریالانو د نیونې موارد شامل دي.
-
پکتیکا کې د پاکستان د برید له امله ۲۰ ماشومان وژل شوي دي
Dec 27, 2024 10:27د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان په هوايي بریدونو کې یې د ۲۰ ماشومانو د وژل کېدو راپورونه ترلاسه کړي دي.
-
حامدکرزي پر پکتیکا د پاکستان بمباري د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری بللی
Dec 25, 2024 10:12د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او هغه یې د افغانستان له ملي حاکمیت څخه ښکاره تېری بللی دی.
-
پر پکتیکا د پاکستان په هوایي برید کې د تلفاتو شمېر ۴۶ کسانو ته ورسېد
Dec 25, 2024 09:49د طالبانو ویاند ویلي چې، تېره شپه د پاکستان د جیټ الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۶ تنو ته ورسېد.
-
طالبانو له نړیوالو ادارو غوښتي چې په کندهار کې فعالیت بند کړي
Dec 25, 2024 09:37په کندهار کې په یوه نوي بدلون کې ځایي سرچینو ویلي چې طالبانو له نړیوالو ادارو غوښتي چې خپل فعالیتونه بند کړي او روانې پروژې غیر دولتي داخلي ادارو ته وسپاري.
-
طالبان وایي د پاکستان حمله بې ځوابه نه پرېږدي
Dec 25, 2024 09:32طالبانو تینګار کړی چې د خپلې خاورې دفاع خپل منل شوی حق ګڼي او ځوابي اقدام به وکړي. د پاکستاني الوتکو له خوا د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د ځینو سیمو له بمبارۍ وروسته د طالبانو دفاع وزارت وویل چې دغه حمله په کله غندي.
-
ایران په افغانستان کې د ثبات او تلپاتې امنیت له ټینګښت څخه ملاتړ کوي
Dec 25, 2024 08:40د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې، تهران په افغانستان کې له پرمختګ، ثبات، او دایمي امنیت له ټینګښت څخه ملاتړ کوي.