د «بیګم» راډیو کارکوونکي دې سملاسي خوشې کړل شي
د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي چې په افغانستان کې له یو کال په کمه موده کې د لږ تر لږه ۱۲ رسنیو تړل کېدل په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د بریدونو د زیاتېدو نښه ده.
دغه سازمان د «بیګم» راډیو د کارکوونکو سملاسي خوشې کول او پر رسنیو د بندیز لرې کول غوښتي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تېرې سې شنبې په ورځ«بیګم» راډیو په «څو سرغړونو» تورنه او بنده یې کړه، چې پکې په بهر کې میشتو ټلویزیوني شبکو ته د محتوا چمتو کول او د جواز شرایطو سره سم عمل نه کول شامل دي.
د «بیګم» راډیو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه ګام پر وړاندې د اعتراض په ترڅ کې د ښځینه کارکوونکو د کمپیوټرونو، هارډ ډرایو او ګرځنده ټلفونونو د نیولو خبر ورکړ او وویل چې دوه نارینه کارکوونکي هم د طالبانو لخوا نیول شوي دي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د بیګم خصوصي راډیو، چې په ۲۰۲۰ کال کې جوړه شوې وه، د افغان ښځو لپاره مناسب آدرس وو، هغه ښځې چې د طالبانو لخوا په پراخه کچه ځپل شوي او د ژوند له اساسي فرصتونو څخه محرومې شوي دي.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په تېر کال کې لږ تر لږه ۱۴۰ خبریالان نیول شوي او زنداني شوي دي او ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې اړې شوې، چې خپلې دندې پریږدي.
هغه کم شمېر ښځې چې په دې برخه کې کار کوي له بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي.