-
نیمايي بې ځایه شوي افغانان ماشومان دي
Nov 18, 2024 10:05د “سېف دي چلډرن” چارواکو ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په پیل کې په افغانستان کې تر ۳۸ زرو زیات کسان، چې نیمایي یې ماشومان دي، د سختو موسمي پېښو له امله بېځایه شوي دي.
-
د آمو سیند نفتي حوزه کې د ۱۸نورو څاګانو د کېندنې چارې پيل شوي
Nov 18, 2024 09:56د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د آمو سیند په نفتي حوزه کې د ۱۸نورو استخراجي څاګانو د کېندلو چارې پيل شوي دي.
-
ایران په ۷ میاشتو کې افغانستان ته د ۱۳ سوه میلیون ډالرو غیرنفتي صادرات درلودل
Nov 16, 2024 02:58د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ویلي چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د یو میلیارد او ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت له تېلو پرته نور شیان صادر کړي دي.
-
افغان طالبانو ته د پاکستان خبرداری: زموږ د خلکو زغم مه ازمایئ
Nov 16, 2024 02:29د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نوامبر په ۱۴مه په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ چې د ترهګرو ډلو سره د مبارزې په اړه د اسلام آباد غوښتنه جدي وګڼي او د پاکستان د خلکو زغم دې نه ازمايي.
-
له ۲۸ میلیونه ډېر افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
Nov 16, 2024 02:07د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې سږکال د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
-
تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۲۵ ښوونځي جوړ شوي
Nov 15, 2024 09:50د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو ویلي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې يې په دې هېواد کې ۱۲۵ ښوونځي او څه باندې ۳۰ مدرسې جوړې کړې دي.
-
بريتانيا افغان محصلینو ته د تحصيلي بورسونو پروګرام پيل کړی دی
Nov 15, 2024 09:41افغان محصلینو ته د بریتانیا د “چیونینګ” په نوم د تحصیلي بورسونو د ورکړې پروګرام بیا له سره پیل شو.
-
ننګرهار کې د آهنګرۍ لرغونی صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی
Nov 13, 2024 12:09آهنګران وایي له بهرنیو هېوادونو څخه د کرکېلې او کورنیو اړتیا وړ توکو راوړلو د آهنګرۍ کاروبار ته زیان رسولی دی.
-
ننګرهارکې سږکال د تېر په پرتله سرو املوکو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی
Nov 13, 2024 11:43چارواکي او کروندګر یې لامل په زیاته ځمکه د املوکو باغونو جوړول او د باغونو ښه پالنه بولي.
-
موږ د کډوالو ضد نه یو، خو د میلمنو د منلو امکان نه لرو!
Nov 12, 2024 13:41د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر ویلي: زموږ لپاره د میلمنو منل ممکن نه دي. د ایران د حکومت ویاندې هم د بهرنیو اتباعو د تنظیمولو او د غیر رسمي اتباعو د جلا کولو پر ستونزې ټینګار کړی.