اوبه په سیاست او نړیوالو اړیکو کې مهم اقتصادي عنصر دی
Dec 31, 2024 15:36 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ دفتر څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابل په شکردره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په همدې اړه جوړو شویو مراسمو ته د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي: نن ورځ په سیاست او نړیوالو اړیکو کې د یوه مهم اقتصادي عنصر په توګه اوبه خورا مهمې شوي او په ځینو هېوادونو کې یې ارزښت له تیلو څخه لوړ دی.
د شاه او عروس بند د ۷۸ مترو په لوړوالي سره د ۹،۴ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوي او ۱.۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي.
ټیګونه