له سرحدونو څخه هاخوا هر ډول تیري ته به ځواب ووایو
د پاکستان او افغانستان تر منځ په فرضي پوله کې د تاوتریخوالي له دوام سره سم، د پاکستان لومړي وزیر خبرداری ورکړی چې دغه هېواد به د پولې له بلې غاړې هر ډول تیري ته پریکنده ځواب ورکړي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې وویل: ترهګر عناصر د پولو له هاخوا د پاکستان پر خلکو حملې کوي او دغه حالت هېڅکله د منلو وړ نه دی او پاکستان به په راتلونکي کې هم د پولو له هاخوا هر ډول حملې ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی.
د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر چيلنج باندې له برلاسي کېدو او د پاکستان د امنيت خرابولو ځواکونو ته له سزا ورکولو پرته به په دې هېواد د ژوند لپاره د وضعیت ښه کول ګران وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان د دفاع د وزیر وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې چې ویلي وو، افغان طالبانو د پولې په اوږدو کې د ترهګرو ډلو د عناصرو د انتقال په تړاو د ۱۰ میلیاردو کلدارو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې سیمه ایزو سرچینو پرون هم د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د نویو سرحدي نښتو خبر ورکړ.