-
په هرات کې زلزله ځپلو ته ۶۹ نور کورونه وسپارل شول
Feb 09, 2024 08:54د افغانستان د هرات سیمه ایز چارواکي په دې ولایت کې د وروستۍ زلزلې زیانمن شویو ته د لسګونو نورو کورونو د ورکولو خبر ورکوي.
-
په روان کال کې په ننګرهار کې تر درې نیم زرو زیات مسلکي کسان پر دندو ګمارل شوي، نور جزئیات په راپور کې واورئ
Feb 08, 2024 04:50په ننګرهار کې د کاراو ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وایي چې په روان کال کې تر درې نیم زرو تنو زیات کادرونه اومسلکي وګړي پر دندو ګمارل شوي دي. دچارواکو په وینا په ګومارل شویو کسانوکې سلګونه مېرمنې هم شاملې دي
-
د هرات والي د ایران د اسلامي جمهوریت له سر قونسل سره وکتل
Feb 08, 2024 01:50د افغانستان د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د دغه ولایت د بهرنیو اړیکو د مرستیال په حضور کې، د ایران د اسلامي جمهوریت له سر قونسل صديقي فر سره وکتل.
-
طالبان له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري
Feb 08, 2024 01:42د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري.
-
د افغانستان د خپلواکې ارزونې راپور واقعبينانه او عملي دی
Feb 08, 2024 01:28د افغانستان پخواني ولسمشر د دې هېواد په چارو کې د ملګرو ملتونو له همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو سره په ليدنه کې، د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» راپور «واقعبينانه» او «عملي» بللی دی.
-
په افغانستان کې د ایران نوی کلتوري سلاکار معرفي شو
Feb 07, 2024 11:14په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي، د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ملاخیرالله خیرخواه سره په کتنه کې، په کابل کې د ایران نوی کلتوري سلاکار رسماً افغان چارواکو ته معرفي کړ.
-
په غزني ولایت کې د سختې سړې هوا له امله یوه سړي خپل ژوند بایللی
Feb 07, 2024 10:54د افغانستان په غزني کې ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په اجرستان ولسوالۍ کې د سختې سړې هوا له امله يو سړی مړ شوى دى.
-
په افغانستان کې ډېری ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي
Feb 07, 2024 10:19د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
-
له افغانستان څخه د نشه یي توکو قاچاق نه دی کم شوی
Feb 07, 2024 10:11د نشه یي توکو پر وړاندې د تاجکستان د مبارزې د ادارې مشر د روسیې ټاس خبري آژانس ته ادعا کړې، چې له افغانستان څخه دغه هېواد ته د نشه یي توکو قاچاق نه دی کم شوی.
-
تېر کال له افغانستان څخه له ۶۰ ډېرو هېوادونو ته صادرات شوي دي
Feb 07, 2024 09:43د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې یې له ۶۰ ډېرو هېوادونو ته د ۱.۹ میلیارډ ډالرو په ارزښت صادرات کړي. یاد وزارت وايي، دغه صادرات د ۲۰۲۲ کال پرتله دوه سلنه زیات شوي دي.