-
امریکا د بدمعاشۍ او د اقتصادي یواړخیز پالنې هڅه کوي
Apr 06, 2025 10:08زمونږ خبریال راپور راکړی د چین حکومت په یوې بیانیې کښې له ګمرکي تعرفو څخه په ناوړه استفادې کولو کښې د امریکا د وروستي اقدام په هکله په خپل نوي دریځ کښې وویل واشنګټن د اقتصادي یواړخیزپالنه او د بدمعاشۍ هڅه کوي.
-
د امریکا او اروپا په بېلابېلو ښارونو کې د ټرامپ پر ضد لاریونونه / ګروسي: ایران اټومي وسله نه لري
Apr 06, 2025 09:02پارس ټوډې- د امریکا او اروپا په بېلابېلو ښارونو کې سلګونه کسانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د هغه د سلاکار ایلان ماسک پر وړاندې لاریونونه وکړل.
-
نړۍ پرته له سوداګریز ګټونکي؛ ټرمپ د اقتصادي ځوړ پیغام راوړونکی
Apr 06, 2025 08:13پارس ټوډې- د انګلستان لومړي وزیر د امریکا له خوا له بېلابېلو هېوادونو څخه پر وارداتي توکو د درنو تعرفو پر لګولو نیوکه وکړه او ویې ویل چې هېڅوک به د یوه سوداګریزې جګړې ګټونکی نه وي.
-
ونزویلا د امریکا د پوځي ګواښونو پر وړاندې له ایران سره پیوستون اعلان کړ
Apr 04, 2025 14:16پارس ټوډې - د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په کتنه کې، د امریکا د پوځي ګواښونو په مقابل کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ونزویلا د حکومت او خلکو پیوستون اعلان کړ او له یو اړخیزو فشارونو سره د مقابلې لپاره یې د دوه اړخیزو ملګرتیاوو او همغږیو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
-
اروپا باید د امریکا په پیروۍ د ایران د ملت په خلاف د غیر قانوني بندیزونو لګول ودروي
Apr 04, 2025 14:15د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي، د انګلستان، المان او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو لخوا د مخ پر ودې هېوادونو پر وړاندې د سیاسي فشارونو د ترسره کولو لپاره د بشري حقونو له میکانیزمونو څخه د ناوړه استفادې پر دوام باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره، د بشري حقونو په شورا کې د ایران ضد پریکړه لیک په صادرولو کې د دغو دوو هېوادونو اقدام وغندلو او ویې ویل د دغه پریکړه لیک محتوا د دې طرحې د جوړوونکو د ناوړه نیت له امله د ادعاوو او پایلو له حقیقت سره په تضاد کې دی.
-
اسلام آباد او راولپنډۍ کې پولیسو ۶۰ افغان کډوال نیولي
Apr 04, 2025 10:48پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې ناقانونه افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو د مهالوېش پایته رسېدو وروسته پولیسو ۶۰ تنه افغان کډوال نیولي دي.
-
د مقاومت جبهه به د فلسطین د نیواکګرو شرمناک ژوند پای ته ورسوي
Apr 03, 2025 11:39پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: د مقاومت جبهه په تېره بیا زړور او غیرتي فلسطینیان به، د فلسطین د نیواکګرو شرمناک ژوند ختم کړي.
-
مقاومت د هر احتمال لپاره چمتو دی
Apr 03, 2025 09:29پارس ټوډې - په لبنان کې د حزب الله د سیاسي شورا مرستیال وویل: موږ د جګړې پراخول او جګړه نه غواړو، خو مقاومت هر ډول احتمال ته چمتو او آماده دی.
-
د حماه پوځي هوايي ډګر له منځه ولاړ
Apr 03, 2025 09:18پارس ټوډې – د سوریې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ: د حماه پوځي هوايي ډګر د صهیونیسټي رژیم په بمبارۍ کې تقریباً له منځه ولاړ.
-
د روسیې اقدام له افغانستان سره نوي فرصتونه رامینځةکوي
Apr 03, 2025 02:52په دوحې کې د افغانستان د طالب حکومت دسیاسی دفتر مشر، د طالبانو د فعالیت د ممنوعیّت د ځنډولو لپاره د روسیې د لوي څارنوال په غوښتې پسې ووئیل؛ دغه اقدام د افغانستان اوروسیې ترمینځ د خبرواترو او ملګرتیا لپاره د نوو فرصتونو د رامینځةکیدا سبب کیدلی شي.