-
د صهیونیسټي رژیم د ستر ظلم د ختمولو لاره به دوام ولري
Mar 21, 2024 01:46د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د غزې په دلدل کې د صهیونیسټي رژيم ډوبېدو او د صهیونیسټانو د جنایتونو د اصلي شریک په توګه له امریکې سره د ولسونو د نفرت زیاتېدو ته په اشارې سره وویل: د صهیونیسټي رژیم د ستر ظلم د ختمولو لاره به دوام ولري.
-
د نجونو پر زدهکړو بندیز د توجیه وړ نه، بلکې له بنسټیزو حقونو سرغړونه ده
Mar 21, 2024 04:32د بښنې نړیوال سازمان وایي:« په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منعه شوې دي. دا د توجیه وړ نه ده او د زدهکړې لپاره له بنسټیزو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.»
-
په غزې تړانګه کې له 100 څخه زیات مرسته وېشونکي په شهادت رسېدلي
Mar 21, 2024 03:41زموږ د خبریال د خبر له مخې، په غزې تړانګه کې د فلسطین د حکومت د اطلاعاتو دفتر اعلان وکړ چې د بشري مرستو د وېش څه دپاسه ۱۰۰ تنه کارکوونکي او هغه کسان چې غوښتل یې په غزې تړانګه کې دغه مرستې ترلاسه کړي، په غزې تړانګه کې د صهیونیسټانو د نیواکګر رژیم د تیرې اونۍ د بریدونو له امله په شهادت رسېدلي دي.
-
۱۶۶ ورځې جګړه؛ د صهیونیسټي رژیم پوځونو ډېر پام د ملکي وګړو وژلو ته اړولی
Mar 21, 2024 02:45تر پنځه نیمو میاشتو جګړې وروسته، د صهیونیسټي رژیم پوځونه د فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول د حماس اسلامي غورځنګ پر وړاندې په جګړه کې ناکام ښکاري او په دغې موده کې یې ډېر پام د ملکي وګړو پر وژلو او نیولو ورټول دی.
-
افغانستان کې امریکا ستراتیژیکه ماتې خوړلې
Mar 20, 2024 03:48د امریکا د پوځ پخواني لوی درستیز وایي، هېواد یې په افغانستان کې په دولت جوړونه کې پاتې راغلی او له ستراتیژیکې ماتې سره مخ شو
-
د غزې جګړه؛ په دوحه کې د حماس او صهیونیسټي رژیم ترمنځ خبرې روانې دي
Mar 19, 2024 11:12الجزیرې ټلویزیون د ځینو امریکایي او صهیونیسټي رسنیو د راپورونو په حواله خبر ورکړی، چې په دوحه کې د صهیونیسټي رژیم او د حماس اسلامي غورځنګ د چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.
-
غزه د لسګونه زره کسانو په هدیره بدله شوې
Mar 19, 2024 10:23د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر «جوزی بوریل» ویلي چې د صهیونیسټي رژیم پوځي عملیاتو غزه په یوې لویې هدیرې بدله کړې ده.
-
له ټیک ټاک سره جګړه؛ د اسرائیلو د اصلي څېرې د بربنډیدو څخه د امریکا ویره
Mar 18, 2024 12:26د امریکا په بېلا بېلو ښارونو کې د فلسطیني وګړو د ملاتړ په اړه د لاریونونو د زیاتېدو وروسته د یاد هېواد د جمهوري غوښتوونکو ۲۵ سناتورانو د یوه لیک په خپرولو سره په ټیک ټاک کې د حماس د پراخه ملاتړ په اړه د اقدام غوښتوونکې شول
-
امریکا ولې د یمن انصارالله د ترهګرو په توګه معرفي کړي؟
Mar 18, 2024 11:08امریکا په دې وروستیو کې حوثیان (د یمن انصارالله) د اسراییلو د نسل وژنې د مخنیوي لپاره د دوی د هڅو په دلیل د یو ترهګر سازمان په توګه معرفی کړی، خو امریکا ولې یاد اقدام کړی؟
-
د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د ډزو له امله ۷ تنه مړه او ټپیان شوي
Mar 17, 2024 04:10د امریکا د پنسلوانیا ایالت په ختیځ کې د فالس ټاونشپ په ښار کې د شنبې په سهار د مرګوني ډزو له امله درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.