غزه د لسګونه زره کسانو په هدیره بدله شوې
Mar 19, 2024 13:53 Asia/Kabul
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر «جوزی بوریل» ویلي چې د صهیونیسټي رژیم پوځي عملیاتو غزه په یوې لویې هدیرې بدله کړې ده.
بوریل د اروپايي ټولنې د وزیرانو په غونډې کې ویلي چې غزه نن د لسګونه زره خلکو او د ډېرو مهمو بشري قوانینو هدیره ده.
نوموړي زیاته کړې چې صهیونیسټي رژیم غزې ته بشري مرستې نه پرېږدي او له دې څخه د جګړې د وسیلې په توګه کار اخلي.
په غزه کې د روغتیا وزارت مسئولینو بیا ویلي چې د اسرائیلي رژیم په بریدونو کې تر دې دمه نږدي ۳۲زره تنه په شهادت رسېدلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
ټیګونه