-
د سپاه پاسدارانو ویاند: د ایران دفاعي غبرګونونه لاهم ځپوونکي کېږي
Mar 03, 2026 19:51پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ویاند د دښمنانو پر وړاندې د توغندیو د ځواک د پیاوړتیا او د پرلپسې بریدونو د دوام خبر ورکړ.
-
لاوروف: هېڅ شواهد نه وو چې ایران دې د اټومي وسلې په لټه کې وي
Mar 03, 2026 19:30پارس ټوډې – د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: هېڅ داسې کوم اسنادو شتون نه درلود چې ایران دې د اټومي وسلې په لټه کې وي.
-
عراقچي: ایران د فارس خلیج له هېوادونو سره هېڅ دښمني نه لري
Mar 03, 2026 19:15پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: د فارس خلیج په ځینو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډو پر وړاندې د ایران دفاعي ځواب باید پر دې هېوادونو باندې د ایران د برید په توګه ونه ګڼل شي.
-
په بحرین کې د امریکا د قوماندې اصلي ودانۍ او د هوایي اډې مرکز له منځه یوړل شول
Mar 03, 2026 18:53پارس ټوډې – د وعده صادق ٤ په څوارلسم پړاو کې، په بحرین کې د امریکا د قوماندې اصلي ودانۍ او د هوایي اډې مرکز له منځه یوړل شول.
-
ایران،د پاکستان اوافغانستان ترمنځ سمدستي خبرې او د نښتو بندېداغواړي
Feb 28, 2026 01:45د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیې کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د نښتو په اړه خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې او د دواړو هېوادونو پارس ټوډې - ترمنځ ئې د سمدستي خبرو اترو او د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.
-
په غضب للحق عملیاتو کې ۲۷۴ طالبان او ۱۲ پاکستاني عسکر وژل شوي دي
Feb 28, 2026 02:26زمونږ پیغام د افغانستان طالبانو ته روښانه دی؛ یا دې پاکستان غوره کړي او یا دې ترهه ګر یعني د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ باغیانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
-
د سیمهییزې سولې د ساتنې لپاره د ډیپلوماسۍ دوام د ورځې ضرورت دی
Feb 28, 2026 01:36د ایران د بهرنیو چارو وزیر د قطر او د سیمې د نورو هېوادونو له خوا د ګډو او ټولیزو ګټو په اړه د پاملرنې قدرداني وکړه او قطري لوری ئې د ایران او امریکا ترمینځ د اټومي خبرو اترو له بهیر څخه خبر کړ.
-
د ایران او امریکا ترمنځ په مذاکراتو کې پرمختګ؛ تخنیکي خبرې به راتلونکې دوشنبه پیل شي
Feb 27, 2026 12:40پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له امریکا سره د درېیم پړاو غیرمستقیمو مذاکراتو کې د «ښه» پرمختګ خبر ورکړ او ویې ویل چې د احتمالي هوکړې د بنسټیزو عناصرو په اړه خبرې ډېرې ښې پایلې ته رسېدلې دي.
-
جنرال شکارچي امریکا ته: داسې ځواب به ترلاسه کړئ چې تر اوسه مو په خپل تاریخ کې نه وي تجربه کړی
Feb 27, 2026 12:06جنرال ابوالفضل شکارچي د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې د هغه خبرې «بېبنسټه، تشې ډوزې او د توهم زېږنده» وبللې او ټینګار یې وکړ چې د واشنګټن هر پاروونکی اقدام به د ایران له قاطع او سخت ځواب سره مخ شي.
-
د ایران د پوځ د ځمکنيو ځواکونو مرستیال: د دښمن هر ډول تحرک پر وړاندې چمتو یو
Feb 27, 2026 11:49د ایران د پوځ د ځمکنيو ځواکونو د عملیاتو مرستیال سیروس اماناللهي له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ټینګار وکړ: د بېپیلوټه الوتکو، هوايي دفاع او توغندیزو وړتیاوو په برخه کې، د کورنیو امکاناتو او د ځواکونو د پیاوړي ایمان په مټ، د دښمن د هر ډول تحرک پر وړاندې د دندو د ترسره کولو او د هېواد د دفاع لپاره بشپړه چمتووالی موجود دی.