د سپاه پاسدارانو ویاند: د ایران دفاعي غبرګونونه لاهم ځپوونکي کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171208-د_سپاه_پاسدارانو_ویاند_د_ایران_دفاعي_غبرګونونه_لاهم_ځپوونکي_کېږي
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ویاند د دښمنانو پر وړاندې د توغندیو د ځواک د پیاوړتیا او د پرلپسې بریدونو د دوام خبر ورکړ.
(last modified 2026-03-03T19:01:06+00:00 )
Mar 03, 2026 23:21 Asia/Kabul
  • د سپاه پاسدارانو ویاند: د ایران دفاعي غبرګونونه لاهم ځپوونکي کېږي

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ویاند د دښمنانو پر وړاندې د توغندیو د ځواک د پیاوړتیا او د پرلپسې بریدونو د دوام خبر ورکړ.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ویاند جنرال علي محمد نائیني  د وعده صادق ۴ عملیاتو په ترڅ کې د ایران د اسلامي جمهوریت پوځي دفاعي ځوابونو بهیر ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د جګړې د لومړیو ورځو غبرګونونه د وروستۍ جګړې په پرتله خورا پیاوړي او ځپوونکي دي او په تېرو ۱۲ ورځو کې د توغندیو ځواک لاهم پیاوړی شوی او د وعده صادق ۳ په پرتله لا پرمختللی شوی او په دې بریدونو کې کارول شوی دی.

نوموړي وویل: د توغندیو د لګېدو کچه ډېره لوړه او د دښمن له محاسبې بهر ده او دې موضوع هغوی حیران کړي دي. د ایران ګران ملت دې پوه شي چې وسله وال ځواکونه، د همدې ملت بچیان دي او زموږ ټول ظرفیتونه، وړتیاوې او پانګې د همدې ستر ملت په برکت دي. د سترې بریا په لاره کې ستر خلاصون نږدې دي.