عراقچي: ایران د فارس خلیج له هېوادونو سره هېڅ دښمني نه لري
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: د فارس خلیج په ځینو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډو پر وړاندې د ایران دفاعي ځواب باید پر دې هېوادونو باندې د ایران د برید په توګه ونه ګڼل شي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره په ټلفوني خبرو کې پر دې باندې د ټینګار ترڅنګ چې ایران د فارس خلیج له هېواونو سره هېڅ دښمني نه لري او له دوی سره د ګاونډيتوب اړیکو دوام ته هوډمن دی، یادونه وکړه: د فارس خلیج په ځینو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډو پر وړاندې د ایران دفاعي ځواب باید پر دې هېوادونو باندې د ایران د برید په توګه ونه ګڼل شي، بلکې زموږ قانوني ځواب د یرغل سرچینو او منبع پورې اړه لري.
عراقچي د دې په بیان سره چې امریکا او صهیونیسټي رژیم پر ایران باندې په پوځي تیري کې ټول نړیوال قوانین او اصول نقض کړي او تراوسه یې سلګونه بې ګناه ایراني وګړي په شهادت رسولي دي، د خپل ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلو هېوادوالو د مقتدرانه دفاع لپاره د ایران د وسله والو ځواکونو پر ټینګ عزم باندې ټینګار وکړ.