-
د ایران د پارلمان انتخابات سبا ترسره کیږي
Feb 20, 2020 01:54زمونږ خبریال وايي د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي په دې خبرې سره چې د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو انتخابات سبا په ټول هیواد کښې ترسره کیږي وویل دغه انتخابات د رایو اچونې په پینځه پنځوس زره(۵۵۰۰۰)مرکزونو او د انتخاباتو په دوه سوه اتو (۲۰۸) حوزو کښې ترسره کیږي او زیاته یې کړه په ټول کښې څه د پاسه لس لکه (۱۰۰۰۰۰) کسان د انتخاباتو په بهیر کښې فعالیت کوي .
-
د پیړۍ د معاملې پلان د پیړۍ خیانت دی
Jan 29, 2020 02:35مهر خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي د پیړۍ د معاملې په نوم د امریکا تپل شوی پلان د فلسطین د خلکو پرضد د پیړۍ خیانت وباله او ویې ویل په فلسطینیانو باندې د امریکا د سولې تپل شوی او شرمونکی پلان په ماتي محکوم دی .
-
هرکله راشه پروګرام ستاسو په پیغامونو او غږونو ښکلی پروګرام
Jan 20, 2020 13:27ستاسو په خپلو پیغامونو، شعرونو او غږونو مشتمل هرکله راشه پروګرام دلته لیدلی او آوریدلی شئ
-
ایران د یورانیمو پخولو ته اړتیا نلري
Jan 18, 2020 10:33زمونږ خبریال وايي د ایران په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک (Brian H. Hook) له سپین سترګي توب څخه په ډکو او غیر قانوني څرګندونو کښې ادعا وکړه که چیرې ایران د سوله ییزې اټومي انرژۍ غوښتونکی دی نو د یورانیمو پخولو ته اړتیا نلري .
-
ايران د امريکې له استازيو سره د برجامي خبرو اترو په اړه د لويديځو رسنيو ادعا رد کړه
Dec 20, 2019 08:49په ملګرو ملتو کښې د ايران د نمائندګۍ مطبوعاتي صلاحکار د ايران او امريکې د استازيو برجامي خبرو اترو په اړه د لويديځو رسنيو ادعا رد کړه.
-
د برجام یواړخیزه اجرا پایداره نه پاتې کیږي
Dec 20, 2019 04:09په ملګرو ملتو کښې د ایران استازي وویل: په یواړخیزه توګه د ایټمي موافقې اجرا پایداره نه ده.
-
شمخاني: د داعش ترويجول له اسلامه د ويرولو لپاره د امريکې او صهيونېسټ رژيم پاليسي ده
Dec 18, 2019 02:18د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر وويل: د داعش ترويجول له اسلامه د ويرې د پراخولو او په اسلامي هېوادونو کښې د اختلاف، جنګ او بحران د رامنځته کولو لپاره د امريکې او صهيونېسټ رژيم پاليسي ده.
-
کویت: په ایران دې بندیزونه ختم شي
Dec 13, 2019 13:52د ملګرو ملتو په امنیت شورا کښې د کویت استازي ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت دې تر بندیزونو لاندې پاتې نه شي.
-
د افغانستان ملي امنیت شورا خپل تشکیلات پنځوس فيصده کموي
Dec 13, 2019 04:04د افغانستان ملي امنیت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي چې دغه بنسټ په خپلو جوړښت کښې پنځوس فيصده کموالې راولي.
-
د ایران په پارلیمانی انتخاباتو کې د ګډون لپاره۱۶زره کسانو نامې ولیکلې
Dec 08, 2019 12:20د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامی شورا د دوه سوه نوی استازو دټاکلو لپاره د یولسم پړاؤ او همداراز د تهران ،فارس ، خراسان شمالی ،خراسانی رضوی اوقم په پنځو حوزو کې د رهبرۍ د خبرګانو دشورا د پنځم پړاؤ لومړنی میڼځ پړاوه انتخابات د ۲۰۲۰کال د فرورۍ په یویشتمه نیټه په درست هیواد کې په دوه سوه اتو انتخاباتی حوزو کې ترسره کیږی .