د ظلم او تيري په وړاندې دفاع د فلسطينيانو مسلّم حق دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100392-د_ظلم_او_تيري_په_وړاندې_دفاع_د_فلسطينيانو_مسلّم_حق_دے
مجيد تخت روانچي وويل ظلم او تيري په وړاندې دفاع د فلسطينيانو مسلّم حق دے
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2021 00:04 Asia/Kabul
  • د ظلم او تيري په وړاندې دفاع د فلسطينيانو مسلّم حق دے

مجيد تخت روانچي وويل ظلم او تيري په وړاندې دفاع د فلسطينيانو مسلّم حق دے

مجيد تخت روانچي پرون د ملګرو ملتو د امنيت د  شورا په غونډه کښې چې د فلسطين د وروستيو حالاتو د څېړنې په غرض جوړه شوه وويل:له دې غونډې سره په يو وخت د اسرائيلو وحشي ځواکونه په فلسطين په تېره بيا د غزې په تړانګه کښې چې د نړۍ ترټولو ستره خلاصه بنديخانه ده د يو واقعي قتل عام په حال کښې دي چې پکښې تراوسه د اته پنځوسو ماشومانو او څلور دېرش ښځو په شمول يو سل دوه نوي تنه شهيدان شوي دي.

هغه زياته کړه، هغوي په بزدلانه توګه بې دفاع ښځې وژني او په بې رحمۍ سره د ماشومانو قتل عام کوي، په وحشيانه ډول کورنۍ په يو ځاے قتلوي، په بې شرمۍ سره د مقدسو ځايونو بې حرمتي کوي، په ناځوانمردانه توګه کورونه، سکولونه او طبي او روغتيائي مرکزونه بمباري کوي او ګولۍ پرې وروي او په لېونډوله توګه ودانۍ ويجاړوي او په مجموعي توګه په يو وخت او يوځاے د څلورو نړيوالو اصلي جنايتونو په حال کښې دي.

هغه دا خبره په ګوته کړه، اسرائيلي رژيم څه ډول په پوره تحفظ سره د داسې جنايتونو مرتکب کيږي؟ ځکه چې څه د پاسه اوو لسيزو راهسې د امنيت شورا د دغه رژيم د ټولو غېرقانوني اقداماتو په وړاندې مرګونې خاموشي غوره کړې ده او دغه مطلقه او نه توجيهېدونکې کوتاهي نه يوازې په دغې ادارې باندې د اعتماد او اطمينان د کمېدو او د هغې د اعتبار او رواوالي د بحران سبب شوې ده بلکه صهيونېسټ رژيم يې سخت سپين سترګے کړے دے چې په ټول توان سره خپل لا زيات وحشيتوب او جنايتونو ته دوام ورکړي.

په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي تاکيد وکړو د ايران اسلامي جمهوريت د فلسطينيانو په خلاف د دغه رژيم د جنايتونو په سختۍ سره په غندلو سره د فلسطينيانو له برحق آرمان او د هغوي د ټولو حقوقو په خاصه توګه د خپل برخليک ټاکلو او د قدس شريف په پائتختۍ سره په ټول فلسطين کښې د يو خپلواکه هېواد د جوړولو لپاره د هغوي د حق په پوره توګه له حاصلولو څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

تخت روانچي د امنيت له شورا هم وغوښتل چې په خپلې ذمه وارۍ دې سخت عمل وکړي او اسرائيلي رژيم دې مجبور کړي چې په سيمه کښې ماجرا لټونې، په تېره بيا د فلسطينيانو د وينې بيول او د هغوي په خپل خپل جنايتونه ختم کړي.