-
ایران له پاکستان سره د اړیکو پراخولو ته چمتو دی
Mar 04, 2024 00:53زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «رضا امیري مقدم» د دغه هیواد د نوي لومړي وزیر په توګه د محمد شهباز شریف د انتخابیدا په مناسبت مبارکۍ ویلو سره وویل د تهران او د اسلام اباد د دوه اړخیزه ملګرتیاو او د اړیکو د هراړخیزه پراختیا په لاره کښې هیڅ خنډ نشته.
-
په ایران کې د خبرګانو د رهبرۍ او اسلامي شورا ټاکنو ته ځآنګړې شوې هینداره خپرونه
Mar 03, 2024 10:55د ایران په اسلامي جمهوریت کې د اسلامي شورا او خبرګانو شوراګانو لپاره د بریالیو ټاکنو په موخه ځآګړې شوې هینداره خپرونه د خپرونې میلمانه: ښاغلی ډاکټر علي واحیدي او ښاغلی حامد حقمل
-
محمد شهباز شریف د پاکستان منتخب لومړی وزیر شو
Mar 03, 2024 10:50زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کې ملي اسمبلۍ نن ( یکشنبه د مارچ په درېیمه) د مسلم لیګ ن ګوند شهباز شریف لومړی وزیر وټاکه.
-
شهباز شریف د پاکستان لومړی وزیر شو
Mar 03, 2024 09:57زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د ملي پارلمان یعني د نیشنل اسمبلۍ مشر سردار ایاز صادق اعلان وکړ چې د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې مشر شهباز شریف د یوسل دوه رایو له ترلاسه کولو وروسته د هیواد د څلرویشتم لومړي وزیر په توګه انتخاب شو.
-
په ټاکنو کښې په پراخ ګډون سره د استکبار انساني ضده جبهې ته د ایران د ولس «ستره نه»
Mar 02, 2024 11:43د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د پارلیمان او رهبري خبرګانو د شورا د استازو په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ ګډون، د استکبار انساني ضده جبهې ته د ایران د ولس ستر انکار وباله.
-
د ایران د پارلیمان د دولسم پړاؤ د انتخاباتو پایلې اعلان شوې
Mar 02, 2024 12:24د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټې ویاند، په مختلفو ولایتونو کښې د ځینو انتخابیه حوزو پریکنده پایلې او د تهران، ری، اسلامشهر، شمیرانات او پردیس ولسوالیو ابتدايي نتایج اعلان کړل.
-
په پاکستان کښې له انتخاباتو وروسته د نوي پارلمان د کار پیلیدل:-
Mar 02, 2024 11:15د پاکستان شپاړسم ملي پارلمان د درې سوه دوه (۳۰۲) نویو استازیو په لوړه کولو سره خپل کار پیل کړ او د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې غړی ایاز صادق د یوسل نهه نوي رایو په ترلاسه کولو سره د دریم ځل لپاره د پاکستان د ملي پارلمان یعني د نیشنل اسمبلۍ د مشر په توګه وټاکل شو.
-
د اسلامي ایران خلک د پارلمان او د خبرګانو د جرګې د انتخاباتو ګټونکي:
Mar 02, 2024 09:58د رایو په صندوقونو کښې د اسلامي ایران د خلکو ولوله ناک شتون یوځل بیا د انتخاباتو د بایکاټ کولو لپاره د دښمانانو هڅه له ماتي سره مخامخ کړه او د هیواد لپاره یې پیاوړي اډانۍ رامینځته کړه.
-
د انقلاب معظم رهبر: د نړۍ سترګې ایران ته دي
Mar 01, 2024 10:56د ایران اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران د اسلامي شورا د دولسمې دورې او د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د شپږمې دورې لپاره د رایې اچونې په لومړیو دقیقو د خپلو رایو په کارولو سره وویل: په نړۍ کې د ډېرو خلکو او سیاسي دریځ لرونکو خلکو سترګې د ایران پر لور دي.
-
په ټول ایران کې د اسلامي شورا او د خبرګانو د رهبرۍ جرګې ټاکنې
Feb 29, 2024 10:11په داسې حال کې چې د اسلامي شورا د دولسمې دورې او د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د شپږمې دورې انتخابات د جمعې په ورځ د کب په ۱۱مه نېټې ته په نېږدې کېدو دي، د غوره انتخاباتو مسئله يو له هغو مهمو ټکو څخه دی چې د تېرو ټولو انتخاباتو په څېر، په تېره بیا د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له خوا پرې تاکید شوی دی.