-
د عراق په سلیمانیه سیمه کښې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي
Jun 06, 2026 04:52ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو راپور ورکړ چې څو سختو چاودنو د عراق سلیمانیه سیمه سخته لړزولې ده.
-
سرلښکر رضایي: د هرمز تنګي اداره د ایران په غاړه ده؛ که جګړه دوام ومومي، د امریکا لپاره به ډېرې ناوړه پایلې ولري
Jun 06, 2026 04:26پارس ټوډې - په اته کلنۍ سپیڅلې دفاع کې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان برید جنرال «محسن رضايي» د امریکا له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کې په دې خبرې سره چې په خبرو کې اصلي مشکل په خپله ټرامپ دی؛ خبرداری ورکړ: د جنګ د بیا پیلیدا په بڼه کې به د جنګ لمن له هند اوقیانوسیې څخه تر سور سمندر او مدیترانې سمندرګي پورې وي.
-
غریبآبادي: له امریکا سره هر ډول تفاهم باید د ایران ملي ګټې تضمین کړي
Jun 05, 2026 15:25پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال ټینګار وکړ: تر هغه چې د ایران ملي ګټې په بشپړه توګه تضمین نه شي، له امریکا سره به هېڅ تفاهم لاسلیک نه شي.
-
د بحرین رژیم د مذهبي او دیني مشرانو له نیولو څه هدف لري؟
Jun 05, 2026 16:44پارس ټوډې – د بحرین آل خلیفه رژیم د مذهبي مشرانو د ځپلو د سیاست په دوام، یو شمېر نور مذهبي او دیني مشران هم نیولي دي. د آل خلیفه رژیم له لوري د مذهبي او دیني مشرانو نیول نوی سیاست او نوې چاره نه ده، بلکې د دې رژیم د نږدې پنځوس کلن تاریخ یوه برخه جوړوي. خو د اوسني ځپلو کچه او د نیول شویو کسانو پراخ شمېر بېساری بلل کېږي.
-
د طالبانو وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره د روغتیايي پروګرامونو پر پیاوړتیا غږېدلی
Jun 05, 2026 16:09د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره په لیدنه کې د پولیو لابراتوار پر فعالیت، د روغتیا په برخه کې د نویو کړنو پر څرنګوالي او د ځینو روغتیایي پروګرامونو ښه پلي کېدو په موخه پر همغږۍ خبرې کړې دي.
-
امریکايي ـ کاناډايي شنونکی: د امام خمیني (ره) د مقاومت پیغام لا هم په ټوله سیمه کې ژوندی دی
Jun 05, 2026 15:56پارس ټوډې – یوه امریکايي ـ کاناډايي لیکوال او شنونکي د ایران د اسلامي انقلاب د بنسټ اېښودونکي امام خمیني (ره) د رحلت د کلیزې په مناسبت ټینګار وکړ چې د حضرت امام د مقاومت پیغام د زورواکو او سلطهګرو ځواکونو پر وړاندې لا هم په ټوله سیمه کې ژوندی دی او دوام لري.
-
بقایي: د بېګناه ماشومانو وژل پر انساني وجدان تعرض دی؛ بېګناه ماشومان په کومه ګناه په جګړو کې وژل کېږي؟
Jun 05, 2026 15:45پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «د یرغل له امله د قرباني شویو بېګناه ماشومانو نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه پیغام کې ولیکل: هر هغه ماشوم چې د یرغلګرو د جنګي جنایتونو له امله وژل کېږي یا زیان ویني، د انسانیت یوه برخه ورسره خاورو ته سپارل کېږي.
-
پوتین د امریکا او صهیونیسټي رژیم د بریدونو پر وړاندې د ایرانیانو یووالی وستایه
Jun 05, 2026 15:17پارس ټوډې – د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا او صهیونیسټي رژیم د بریدونو پر وړاندې د ایران د خلکو یووالی وستایه.
-
د اسلامي همکاریو سازمان: د تلابیب اقدامات له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده
Jun 05, 2026 15:03پارس ټوډې – په ملګرو ملتونو کې عربي ډلې او د اسلامي همکاریو سازمان د فلسطین په نیواکي سیمو کې د صهیونیسټي رژیم پر وروستیو اقداماتو سختې نیوکې کړې او خبرداری یې ورکړی چې دغه اقدامات په منظم ډول د فلسطینیانو حقونه تر پښو لاندې کوي.
-
یوناما: د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی
Jun 05, 2026 14:39په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان تر نیمایي ډېر وګړي د وچکالۍ او د اوبو سخت کمښت له ویجاړوونکو پایلو سره مخ دي. یوناما ویلي چې وچکالي او د اوبو کمښت لاهم په افغانستان کې تر ټولو پراخ ګواښونه دي.