-
د ناهید سپوږمکۍ کامیابې آزموینې او د ځايي سیټلایټ انټرنیټ په لور د ایران ګامونه
Oct 29, 2025 08:48پارس ټوډی - د ایران د فضايي څیړنځي مشر د ناهید سپوږمکۍ د آزموینو د بریالیتوب خبر ورکړ او ویې ویل چې ایران، په نړیوالې شبکې پورې د تړلي ځايي سپوږمکیز انټرنیټ د پراختیا عملي پړاو ته رسیدلی دی.
-
خبرونه | لاریجاني: د ایران او پاکستان اړیکې د سټراټیجک شراکت سویې ته رسیدې شي / نتانیاهو په غزه کښې د اوربند د خلاف ورزي حکم ورکړی
Oct 29, 2025 06:50پارس ټوډی – د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي ټینګار وکړ: د ایران او پاکستان اړیکې د سټراټیجک شراکت کچې ته لوړېدې شي.
-
له افغانستان سره د شوو موافقو اجرا کول اړین دي
Oct 29, 2025 02:46د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر مرستیال د افغانستان په سفر کې شويو تړونونو ته په اشارې سره ووئیل؛ د دوو هېوادونو د پولو د نوي کولو د پروژې د بیا پیلولو لپاره به د ایران او افغانستان ترمینځ حقوقي او تخنیکي خبرې اترې به له څلورو اونیو څخه په کمې مودې کې پیل شي.
-
پاکستان د خبرواترو له ناکامیدا وروستهد طالب ترهه ګرو په ضد کوتلو اقداماتو ته دوام ورکوي
Oct 29, 2025 02:43عطا تارړ وویل چې افغان پلاوي څو ځله د خبرو اترو اصلي موضوع څخه مخ اړولی او اساسي ټکو څخه ئې ډډه کړې ده، د پاکستان لخوا وړاندې شوي شواهد کافي او نه انکاریدونکی وو، مذاکراتو یوازې یوه ایجنډا دا وه چې د پاکستان پر ضد له افغان خاورې څخه حملې ودروول شي.
-
د اروپائی هېوادونو لخوا په اسنپ بک سناریو کې ګام پورته کول هیڅ حقوقي حیثیت نه لری
Oct 29, 2025 02:40پارس ټوډی- په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفيرپرون په یولړ څرګندونو کې وویل: د اروپائي هېوادونو لخوا په «اسنپ بک» سناریو کې ګام پورته کول غیر قانونی دی او هیڅ رواوالی نه لري
-
ایران د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شخړو حل لپاره هرډول ملګرتیا ته تیار دی
Oct 29, 2025 02:35ډاکټرمسعود پزشکیان، پرون د اقتصادي ملګرتیا موسیسې (اکو) دغړو هیوادونو د کورنیو چارو د وزیرانو د څلورمې غونډې په څنګ کې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سید محسن نقوي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو اړیکې صمیمي او په لوړه کچه وبللې او وې وویل: د ایران اسلامي جمهوريت او پاکستان ترمنځ اړیکې پر ورورولۍ او ددوه اړخیز باؤر په اساس ولاړې دي او مونږ باور لرو چې زمونږ تعاملات د نورو هېوادونو لپاره بیلګه کیدلی شي او د دوو هېوادونو ترمنځ د علمي، کلتوري، اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړیکو پراختیا
-
د لبنان ولسمشر د حزب الله د بې وسلې کولو له پلانه په شا شو
Oct 29, 2025 01:18پارس ټوډی – د لبنان الاخبار ورځپاڼې په راپور کې ویلي چې د لبنان ولسمشر د متحده ایالاتو او لویدیځو هېوادونو ددباؤنو په ځواب کې چې د حزب ا... د بې وسلې کولو د پلان دپلي کولو لپاره دی،ووئیل؛ د داسې یوې پرېکړې د زور خبرې پلي کول ناممکن دي او دا به داخلي جګړې ته لاره هواره کړي.
-
په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د نسلوژنې حیرانوونکې شمېرې
Oct 28, 2025 11:10پارس ټوډې - د غزې جګړې نوې احصایې د صهیونیسټي رژیم د نسلوژنې وحشتناک ابعاد ښيي؛ له ۶۴ زرو زیات شهیدان او ۱۶۴ زره ټپیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، د صهیونیسټانو د دې بېسارې جنایت قربانیان دي.
-
په تهران کښې د اکو موسسې غونډه؛ د نویو اقتصادي فرصتونو، ثبات او د اعتماد نښه
Oct 28, 2025 10:47پارس ټوډی- د اقتصادي ملګرتیا موسسې اکو د غړیو هیوادونو د وزیرانو څلورمه غونډه د غړیو هیوادونو د کورنیو چارو د وزیرانو او د مرستیالانو په ګډون سره په تهران کښې وشوه.
-
پزشکیان: ایران او عمان په سیمهییزو لوړو او ژورو کې د یوه بل ملګري دي
Oct 28, 2025 09:39پارس ټوډې - د ایران ولسمشر د دې هېواد او عمان د اړیکو پر اوږدې مخینې په ټینګار سره وویل: دواړو خواوو ترمنځ اړیکې او تعاملات تل پر ورورۍ، متقابل احترام او ښه نیت ولاړې دي او دوه هېوادونه په سیمهییزو لوړو او ژورو کې تل د یوه بل ملګري او مرستندویه وو.