-
ایرواني: په ایران باندې بریدونو کښې ګډون کونکي هیوادونه باید تاوانونه جبران کړي
May 23, 2026 10:41پارس ټوډې – په ملګروملتونو کښې د ایران سفیر «امیر سعید ایرواني» په ایران باندې بریدونو کښې د فارس خلیج د څنډې د عربو هیوادونو په ګډون باندې د امریکا اعتراف ته په اشارې سره وویل:د دغو عربو هیوادونو حکومتونه ژمن دي، د ایران اسلامي جمهوریت ته رسیدلي تاوانونه په کامل ډول جبران کړي.
-
د ټرمپ سټراټیجکه ماتې او که له جنګ نه یې په عزت کښې وتل؟
May 23, 2026 16:47رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې په ایران باندې له یرغل وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځان په ستونزمن حالت کې وینياو ممکنه ده له دې وضعیت څخه د باعزته وتلو یا د اوږدې مودې ستراتیژیکې ماتې منلو لپاره د یوې لارې په لټه کښې وي.
-
د ایران د تکوانډو لوبغاړي د آسیا اتلوالي خپله کړه
May 23, 2026 13:49پارسټوډی-د ایران د تکوانډو لوبغاړي مهدي حاجي موسیائي چې د آ سیا د جام په لوبو کې د ایران نماینده لوبغاړی دی ، د آسیا دتکوانډو په سیالیو او اتلوالۍ کې د سرو زرو میډال خپل کړ.
-
د تاوتریخوالو د مخنیوي په چورلیزتوب سره د پاکستان د پوځ له مشر سره د عراقچي خبرې اترې
May 23, 2026 13:42پارس ټوډې – په تهران کښې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د پاکستان د پوځ د قومندان په کتنه کښې د تاوتریخوالو د زیاتیدا د مخنیوي او د جنګ د ختمولو لپاره په وروستیو ډیپلوماټیکو نوښتونو او هڅو باندې غور وشو.
-
د میناب د ښوونځي پرکنډوالو د یوه امریکايي سمندری عسکر د وجدان چغه !
May 23, 2026 12:16پارس ټوډې – د میناب د «شجره طیبه» ښوونځي د نړېدلو دېوالونو ترمنځ، دا ځل د یوه بیدار وجدان لرونکي پخواني امریکائي عسکر چغه هم پورته شوه.
-
سید ابراهیم رئیسي، هغه ستر انسان چې تر وروستۍ سلګۍ د ایران لپاره اودریده
May 23, 2026 12:11د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د ایران د پخواني ولسمشر شهید ابراهیم رئیسي د شهادت دوه کاله پوره شول. د هغوي د شهادت د کلیزې په مناسبت مو یوه ځانګړې لیکنه چمتو کړې ده، هیله ده چې تر پاې یې ولولئ.
-
آملي لاریجاني: دښمن په مخامخ ډغرَې کې ماتې خوړلې ده
May 23, 2026 11:49پارس ټوډې – د ایران د مصلحت د تشخیص د ټولنې مشر وویل: د ایران د عزتمند او قدرمن ملت مقاومت دښمن په مخامخ ډغرې کې په ګونډو کړی دی.
-
په الجزایر کې د پرکوَټو د وزن پورته کولو سیالئ!ایران رنګ په رنګ څو میډالونه وګټل
May 23, 2026 11:38پارس ټوډې – د الجزایر د پرکوَټو د آزاد وزن پورته کولو سیالیو په دوام کې، د ایران استازو د سرو زرو او برونزو دوه مډالونه ترلاسه کړی شول.
-
کرغیړن ټرمپ له دې پرته چې د ایران حق ومني، بله لاره نه لري
May 23, 2026 11:27پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزارت ونیدوي وویل: که دښمن د ایران د ملت په حقه غوښتنو ته غاړه کښېنږدي، نو دا به د امریکائي ـ صهیونیسټي دښمن لپاره د لا زیاتو لګښتونو او پرلهپسې ماتې سبب شي.
-
اسماعیل بقايي: تراوسه نشو ویلی چې موافقه نږدې ده
May 23, 2026 11:14پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» وویل: په تهران کښې د پاکستان د لوړرتبه چارواکو شتون او روان بهیر په دې معنا نه دی چې مونږ یوه ټاکونکي حالت یا د بدلون پیچومي ته رسیدلي یوو.