-
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس هر ډول پریکړه لیک د خبرو بهیر ته تاوان رسوي
Jun 11, 2025 02:22ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا( پارلمان) استازیو په یوې خبرپاڼه کښې خبرداری ورکړ چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د هر ډول پریکړه لیک صادریدل به د امریکا او د ایران د غیر مستقمیو خبرو بهیر ته زیات تاوان ورسوي او دا امریکا ده چې باید د اټومي اژانس د غلیمانه کړچار لګښت ورکړي.
-
د فلسطین د مظلومانو ملاتړ یوه انساني او اسلامي دنده ده
Jun 11, 2025 01:20ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر «علي اکبر احمدیان» د فلسطین د ازادۍ د ولسي جبهې د مشر له مرستیال «جمیل مزهر»(Jamil Mezher) سره په کتنه کښې وویل د فلسطین د مظلومانو ملاتړ یوه انساني او اسلامي دنده ده چې ټول باید ورباندې عمل وکړي.
-
ټرمپ د کالیفورنیا والي ته ګواښ وکړ؛ د لس آنجلس په لاریونونو کې د نړیوالو خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی
Jun 10, 2025 08:59پارس ټوډې – د امریکا ولسمشر، د کډوالو په تړاو د هغه د ځپوونکو اقداماتو پر وړاندې د لاریونونو د زیاتېدو له امله، د کالیفورنیا والي ته د هغه د نیولو ګواښ کړی.
-
په واکمنې شورا کښې نه سنجول شوي فیصله به د ایران له ځواب سره مخامخ شي
Jun 10, 2025 11:50زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د جاپان خارجه وزیر «تاکه شي ایوایا»په ټيلي فوني خبرو کښې د دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې او د نړۍ د بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.
-
د ملت اراده به د بندیز لګونکو هیوادونو د هدفونو د تحقق خنډ شي
Jun 10, 2025 10:53زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کښې د طبي تجهیزاتو د شپږویشتم نړیوال نندرتون د کتنې په وخت وویل
-
د صهیونیسټ رژيم پرضد د ایران پیچلي استخباراتي عملیات څه بریاوې لري؟
Jun 10, 2025 10:33په نیواکي ټاټوبو(اسرائیلو) کښې له پیچلیو استخباراتي عملیاتو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې شورا د دارلانشا(سیکریټریټ) مهمه بیانیه خپره شوه.
-
ایران د خوړو د خوندیتوب له پلوه د سیمې په درېیو مخکښو هېوادونو کې دی
Jun 10, 2025 08:03پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا، درملنې او طبي زده کړو وزیر وویل: ایران د خوړو د خوندیتوب له پلوه د سیمې په درېیو مخکښو هېوادونو کې دی.
-
د ایران او د امریکا د نامخامخ خبرو راتلونکی پړاو په یکشنبې ورځ کیږي
Jun 10, 2025 07:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» د امریکا او د ایران د غیر مستقیمو خبرو اترو د راتلونکي پړاو د ترسره کیدا د ځای او د وخت د ټاکلو خبر ورکړ.
-
که آژانس د همکارۍ قدر ونه کړي، د ملګرتیا کچه به معمول ته ټیټه کړو
Jun 10, 2025 04:10د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مرستیال بهروز کمالووندي وویل چې که د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس د ایران د ملګرتیا قدر ونه کړي نو تهران به له آژانس سره خپله همکاري، عادي سطحې ته کمه کړي.
-
نجفي: د ایران خلاف پریکړه لیک ته به سخت غبرګون وښایو
Jun 10, 2025 04:07د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس کښې د ایران استازي د واکمنې شورا د پرونۍ غونډې په هکله وویل: کومې ادعاوې چې په دې غونډې کښې وشوې، ډیرې پخوانۍ دي او په هکله یې د آژانس رپورټ هم خپور شوی دی.