د فلسطین د مظلومانو ملاتړ یوه انساني او اسلامي دنده ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر «علي اکبر احمدیان» د فلسطین د ازادۍ د ولسي جبهې د مشر له مرستیال «جمیل مزهر»(Jamil Mezher) سره په کتنه کښې وویل د فلسطین د مظلومانو ملاتړ یوه انساني او اسلامي دنده ده چې ټول باید ورباندې عمل وکړي.
د فلسطین د ازادۍ د ولسي جبهې د مشر مرستیال جمیل مزهر چې د دغه جبهې د سیاسي دفتر له غړیو جوړ د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته راغلی دی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا له مشر او د اسلامي انقلاب د ستر لارښود له استازي علي اکبر احمدیان سره کتنه او خبرې وکړې.
په دغه کتنه کښې د ایران د ملي امنیت شورا مشر احمدیان د غزې د خلکو د مقاومت او د پایدارۍ په درنښت کولو سره وویل صهیونیسټ رژیم د بشریت پرضد د تر ټولو ستر جنایت د ترسره کولو په حال کښې دی او د دغه رژيم جنایتکاره مشران باید د دنیا د پتیالیو ملتونو په وړاندې د دغو جنایتکارانه کارونو ځواب ورکړي.
د فلسطین د ازادۍ د ولسي جبهې د مشر مرستیال جمیل مزهر هم په دغه کتنه کښې وویل امام خمیني رحمت الله علیه په اسلامي انقلاب سره یوځل بیا د فلسطین موضوع په دنیا کښې ژوندۍ کړه او د مقاومت جبهه د دغه سوچه اسلامي تفکر پامتداره ده.
هغه د فلسطینیانو پرضد د امریکا په ملاتړونو سره د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو زیاتولو ته په اشارې سره وویل امریکا بې طرفه مینځګړي نه ده بلکې کوشش کوي په غزې کښې د صهیونیسټ رژیم نیواکګرۍ تثبیت کړي.