-
امریکا د صهیونیسټي رژیم د نسل وژنې شریکه او د نکبت دوام ورکوونکې ده
May 16, 2025 10:14پارس ټوډې - په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي، د پنجشنبې په ورځ، په ځایي وخت او د نکبت له کلیزې سره سم، د ملګرو ملتونو په یوه ځانګړې غونډه کې، د فلسطین د خلکو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم روانو جنایتونو ته په اشارې سره، دا اقدامات یې د نسل وژنې یوه څرګنده بیلګه وبلله او امریکا یې په دې جنایتونو کې د بشپړ شریک په توګه معرفي کړه.
-
عراقچي: د امریکا له خوا د تړون هیڅ لیکلې طرحه نه ده وړاندې شوې
May 16, 2025 04:03سید عباس عراقچي وویل: تر دې دمه مونږ هیڅ وړاندیز یا لیکلی متن نه دی ترلاسه کړی، البته ممکنه ده چې په دوام کښې د عماني مینځګړي له لارې راته یو څه منتقل شي.
-
پزشکیان د سپینې ماڼۍ مشرانو ته: د غزې د ۶۰ زرو خلکو د قاتلانو ملاتړي څوک دي؟ تاسو داعش له سیمې وویست یا ایران او شهید سلیماني؟
May 15, 2025 09:30پارس ټودي - پزشکیان: ټرمپ وايي امریکا داعش له سیمې وویست. تاسو داعش له سیمې وویست یا ایران او شهید قاسم سلیماني؟ او پر ځای یې تاسو هغه شهید کړ او اوس هم له داعش ملاتړ کوئ.
-
د ۱۴۰۴ کال د کتاب نړیوال نندارتون ته کتنه
May 15, 2025 13:32په تهران کې د کتاب ۳۶م نړیوال نندارتون، د ایراني او بهرنیو خپرندویانو د پام وړ ګډون سره، خپلو وروستیو ورځو ته د رسېدو په حال کې دی. دا نندارتون نه یوازې د کتابونو د نندارې ځای دی، بلکې په ایران کې د خپرندویه صنعت د تنوع، تحرک او کلتوري پراخوالي لپاره هم یو بهیر دی. په کورني برخه کې، ۱۶۲۶ خپرندویان د نندارتون په تالارونو کې په حضوري ډول د مینوالو هرکلی کوي او په ورته وخت کې، له ۲۳۰۰ څخه زیاتو خپرویانو په مجازي ډول برخه اخیستې وه، چې ډېری یې په ورته وخت کې په حضوري ډول هم په فعالیت بوخت دي.
-
د تولید لپاره پانګه؛ د کال د شعار
May 15, 2025 09:54د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ځلانده یون نومې لړۍ له ننني شپږم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،لکه څنګه چې خبر یاست د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود آیت ا...العظمی سید علی خامنهاي له لورېي د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د تولید لپاره پانګه په شعار سره نومول شوی نو په دې باب درسره غږیږو،هیله ده چې تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
-
د ایران د ستر حماسي شاعر او د یووالي د پیغام رسوونکي د حکیم ابوالقاسم فردوسي د لمانځنې ورځ
May 15, 2025 09:52پارس ټوډی - نن د مې ۱۵ (د ۱۴۰۴ کال د غويي ۲۵مه) د حکیم ابوالقاسم فردوسي، د ایران د حماسي شاعر او د شاهنامې لیکوال د لمانځنې ورځ ده، هغه اثر چې نه یوازې د ایران کلتوري میراث دی، بلکې د ټول بشریت لپاره یوه خزانه ده.
-
د ایراني فارسي ژبې شاعر یعنې د فردوسي د درنښت ځانګړی پروګرام
May 15, 2025 09:44ضحاک (zah'hak) یو ناپاک او ظالم پاچا وو. هغه چې خپل پلار یې د شیطان په وسوسو سره وژلی وو، په خپل سلطنت کې یې ظلم او ستم تر ټولو لوړې کچې ته رسولی وو او هېڅ ډول چمتو نه وو چې د خلکو له ځورولو لاس واخلي. تر دې چې یوه شپه، شیطان د یوه ماهر آشپز په جامه کې دننه شو. هغه د ضحاک لپاره خوندور خواړه چمتو کړل، او ضحاک خوشحاله شو. څو ورځې وروسته، ضحاک هغه ته اجازه ورکړه چې د هغه دواړه اوږې ښکل کړي. شیطان خپلې شونډې د ضحاک په اوږو کېښودې او ورک شو.
-
معظم رهبر: د ایران اسلامي جمهوریت د جنایتکارانو د خونړیتوب او وحشي توبونو په وړاندې اودریدل خپله دنده ګڼي
May 15, 2025 02:48د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او وحشي توبونو په وړاندې اودریدنه د ټولو دنده وبلله.
-
د ایران د پارلیمان مشر: اسلامي نړۍ، د ایران او عربستان په ملګرتیا سره پرمختګ کولې شي
May 15, 2025 01:40د ایران د پارلیمان مشر هیله وښودله چې د ایران او عربستان ترمینځ اړیکې لاپراخې شي
-
د عربستان د ۲۰۲۵ میلادي کال د اسیا د فیزیک په اولمپیاد کښې د ایران د سمپادي زده کونکو لپاره اوه میډالونه
May 14, 2025 09:58پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د فیزیک د زده کونکو اولمپیاد ټیم د دوه زره پینځویشتم میلادي کال د فیزیک د اسیايي اولمپیاد(APHO2025) په پینځویشتم پړاو کښې د سپینو زرو د یوه میډال او د برونزو یعني د ژیړو د شپږو میډالونو په ترلاسه کولو بریالی شو.