د ۱۴۰۴ کال د کتاب نړیوال نندارتون ته کتنه
(last modified Thu, 15 May 2025 12:32:11 GMT )
May 15, 2025 17:02 Asia/Kabul
  • د ۱۴۰۴ کال د کتاب نړیوال نندارتون ته کتنه

په تهران کې د کتاب ۳۶م نړیوال نندارتون، د ایراني او بهرنیو خپرندویانو د پام وړ ګډون سره، خپلو وروستیو ورځو ته د رسېدو په حال کې دی. دا نندارتون نه یوازې د کتابونو د نندارې ځای دی، بلکې په ایران کې د خپرندویه صنعت د تنوع، تحرک او کلتوري پراخوالي لپاره هم یو بهیر دی. په کورني برخه کې، ۱۶۲۶ خپرندویان د نندارتون په تالارونو کې په حضوري ډول د مینوالو هرکلی کوي او په ورته وخت کې، له ۲۳۰۰ څخه زیاتو خپرویانو په مجازي ډول برخه اخیستې وه، چې ډېری یې په ورته وخت کې په حضوري ډول هم په فعالیت بوخت دي.

د دې دورې یوه ځانګړتیا، د ایران له ۳۱ ولایتونو څخه د ۷۷۴ خپرندویو ټولنو حضور دی. دې خپرندویانو په ولایتي غرفو کې د سیمه ایزو کلتورونو، محلي ادبیاتو او خپلو خپلواکو تولیداتو متنوع آثار نندارې ته وړاندې کړي.

په نړیواله برخه کې، د بېلابېلو هېوادونو د خپرندویانو د استازو اغېزمن ګډون هم د پام وړ دی. له ۳۴ هېوادونو څخه له ۹۰ څخه زیاتو بهرنیو خپرندویانو د لومړني «تهران فلوشیپ نشر» لپاره نوملیکنه کړې وه، چې په پایله کې ۳۰ بنسټونه او ادبي آژانسونه په تهران کې د حضور لپاره وټاکل شول. دا فلوشیپ د ایران او نړۍ ترمنځ د خبرو اترو، همکارۍ او د خپرندویانو حقونو د تبادلې لپاره نوې زمینه برابره کړې.

د عربي ژبو او لاتیني خپرندویانو سږ کال پراخ استازي درلودل. له ۱۲ څخه زیات لاتیني او ۲۲ عربي خپرندویانو په رسمي توګه په دې نندارتون کې ګډون وکړ او خپل وروستي آثار یې ایراني لیدونکو ته وړاندې کړل. د لیدونکو پراخ هرکلی یو ځل بیا دا ثابته کړه چې کتاب په ایران کې نه یوازې یو کلتوري توکی، بلکې یو ژوندی ټولنیز جریان او د ملي همغږۍ محور دی.

په تهران کې د کتاب نړیوال نندارتون، نه یوازې د ایران د کلتوري لاسته راوړنو د ویترین(آلمارۍ) په توګه پېژندل کېږي، بلکې هغه آیینه ده چې د لیکوالانو، خپرندویانو، ډیزاینرانو او د کتاب په برخه کې د ټولو هڅاندو کسانو نه ستړې کېدونکې هڅې نندارې ته وړاندې کوي. سږ کال هم لکه د تېرو کلونو په څېر، د دې نندارتون غرفو د بېلابېلو ژانرونو زرګونه کتابونه په خپل منځ کې ځای کړي وو؛ له کلاسیک ادبیاتو څخه نیولې بیا تر نننیو علمي څېړنو، د ماشومانو له کیسو څخه نیولې بیا تر فلسفي تفسیرونو پورې.

د تهران کتاب نندارتون د تولید او مصرف ترمنځ د نښلونکي حلقې، یعنې خپرندویانو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او لوستونکو په راټولولو سره هڅه کوي د دوی ترمنځ واټن له منځه یوسي. د ایران او نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د لیدونکو پراخ ګډون، داسې فرصت برابر کړی څو هغه کتابونه چې په دودیز توزیع کې ورکېږي، د اصلي مینوالو لاسونو ته ورسېږي.

د دې نندارتون روښانه ټکی د هغې نړیوال اړخ دی. د بېلابېلو هېوادونو د خپرندویانو او کلتوري استازو ګډون، نه یوازې د کتابونو تبادله ممکنه کوي، بلکې د کلتوري خبرو اترو او د ولسونو د متقابلې پېژندنې لپاره یو پُل جوړوي. دا نندارتون هغه فضا ده چې پکې د ایراني نویو کتابونو د مخکتنې ترڅنګ، لیدونکي کولای شي د نړۍ له فکري او ادبي جریانونو سره هم آشنا شي.

د تهران نندارتون د فرعي پروګرامونو لکه: د کره کتنې او څېړنې ناستو، ښوونیزو ورکشاپونو او له مخاطبانو سره د لیکوالانو د لیدنو له لارې هڅه کوي، د مطالعې کلتور له یوه انفرادي عادت څخه په یوه جمعي خبرو اترو بدل کړي.

د بریکس د استازو کلتوري او ادبي ناسته، د تهران د ۳۶م نړیوال کتاب نندارتون د اوومې ورځې په ترڅ کې ترسره شوه. په دې پروګرام کې چې د ایران، هند او روسیې د مېلمنو په ګډون سره مل وه، ګډ کلتوري محورونه وڅېړل شول.

په نننۍ نړۍ کې، د بریکس غړي هېوادونه د نړیوال اقتصاد پراخه برخه په لاس کې لري او که کلتور ته په پراخ مفهوم سره وګورو، وینو چې د بشري تاریخ او کلتوري میراث پراخه برخه، که په نرم‌افزاري او که په سخت‌افزاري بڼه وي، په همدې هېوادونو کې ده.

د بېلګې په توګه، تهران هغه ښار دی چې د بشري تاریخ او تمدن یوه برخه یې په خپل منځ کې ساتلې ده او نن ورځ د زرګونو فعالو خپرندویانو او هر کال له ۱۲۰ زرو څخه زیاتو کتابونو په خپرولو سره، د سیمې په کلتوري فضا کې مهم رول لوبوي. دا کلتوري ظرفیت کولای شي د بریکس د غړو هېوادونو د لیکوالانو، شاعرانو، ژباړونکو، خپرندویانو او کارپوهانو سره د ګډو همکاريو او په خپرندویو برخو کې د ګډو پروژو د اجرا لپاره زمینه برابره کړي.

د بریکس غړي هېوادونه، له ۳.۵ میلیارده څخه په زیات نفوس او بې‌ساري کلتوري تنوع سره، د ادبیاتو او لیکلو آثارو یوه خزانه له ځان سره لري؛ په ایران کې د حافظ او فردوسي له شعرونو څخه نیولې بیا په هند کې د تاګور ناولونو پورې؛ له چینایي کلاسیک آثارو څخه نیولې بیا د سویلي افریقا تر معاصرو کیسو پورې. د تهران په نړیوال کتاب نندارتون کې د دې هېوادونو ګډون، چې هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د سلګونه زره لیدونکو او خپرندویانو کوربه‌توب کوي، د ایراني او نړیوالو لیدونکو لپاره د دې خزانو د معرفي کولو فرصت برابر کړی.

د تهران د کتاب نندارتون یوه بله برخه، د لومړني تهران فلوشیپ نشر جوړېدل وو، چې د ماشومانو او ځوانانو پر ادبیاتو یې تمرکز درلود او د ۸۰ نړیوالو خپرندویو فعالانو په ګډون ترسره شو.

د ترکیې د انټروتوما ادبي آژانس مدیر، چې د دې نندارتون میلمه او په دې برخه کې یې ګډون کړی وو، باور لري چې د ختیځ او منځني ختیځ کلتور ډېر ارزښت لري او د دې هېوادونو د خپرندویو فعالان باید د خپل کلتور ارزښت له هغه څخه چې اوس په نړۍ کې حاکم دی، زیات نړۍ ته وښيي.

محمد آګچای، د خپرندویانو په برخه کې د فلوشیپ د اهمیت په اړه وویل: په داسې پروګرامونو او فعالیتونو لکه فلوشیپ کې، یوه فضا رامنځته کېږي چې د بېلابېلو هېوادونو خپرندویان په مستقیمه توګه یو له بل سره اړیکه ونیسي او دا کلتوري تبادله، ورته‌والی او توپیرونه یو له بل سره شریک کړي او یوه ګډ ټکي ته ورسېږي.

په اردن کې د فارسي ژبې استاد عبدالکریم علي جرادات، د تهران د کتاب نندارتون چې بېلابېل هېوادونه د ایران له نویو خپرندویانو او ادبیاتو سره اشنا کوي د یوه ارزښتمن فرصت په توګه یاد کړ او وویل: د اردن خلک د ایراني ژبې او کلتور مینوال دي او د فارسي له فاخرو ادبیاتو سره ډېره مینه لري. د اردن نامتو شاعر، چې د عرار په لقب پېژندل کېږي، د فارسي ژبې د زده‌کولو له مخکښانو څخه وو، چې د خیام مینوال شو، فارسي ژبه یې زده کړه او د خیام رباعیات یې په عربي وژباړل.

د آلماتي د فارابي ملي پوهنتون د ختیځ‌پېژندنې پوهنځي محصله ګوهر عمر خانوا، چې له فارسي څخه قزاقي ژبې ته یې څو کتابونه ژباړلي، له هغې ډلې د مهدي میرعظیمي «یو پاڼیزه کتاب»، هغې په یوه وینا کې دې ته په اشارې سره چې سږ کال قزاقستان د درېیم ځل لپاره د تهران په کتاب نندارتون کې ګډون کوي وضاحت ورکړ: دې کتاب یوه نوې مفکوره درلوده، چې په هره پاڼه کې د شېراز له فضا سره سم یوه جلا کیسه راغلې وه. موږ دا کتاب سیمه ایز کړ، لکه داسې چې یوه قزاقي انا خپلو لمسیانو ته کیسه کوي. دا کتاب له خپرېدو وروسته له ډېر تود هرکلي سره مخ شو او بې مبالغې وایم چې پر قزاقستاني ماشومانو او لویو کسانو د کتاب لوستنې په زیاتوالي کې اغېزمن وو.

د تهران د کتاب په نړیوال نندارتون کې د قزاقستان د غرفې مسئولې ټینګار وکړ: د قزاقستان پوه کسان د تاریخ په اوږدو کې او له شوروي سره تر یوځای کېدو مخکې، تل له فارسي ژبې سره آشنا وو او کولای شول چې د فارسي ژبي د شعرونو او متنونو اصلي نسخې ولولي. د شوروي له جوړېدو وروسته د قزاقستان ژبه او لیکدود بدل شو او له روسي ادبیاتو سره یوځای شو. له خپلواکۍ وروسته په قزاقستاني پوه کسانو کې له فارسي ادبیاتو سره لېوالتیا بیا زیاته شوې ده.

عراق د ځانګړي مېلمه په توګه، د دې هېواد د خپرندویو ټولنې د ۱۵ غړو خپرندویو په ګډون، په دې نندارتون کې فعال او کلتوري حضور درلود. د عراق غرفه، د ادبي او تاریخي کتابونو ترڅنګ، له ایراني خپرندویانو سره د ګډو تخصصي او کلتوري ناستو کوربه هم وو او د کتاب په بڼه د کلتوري ډیپلوماسۍ پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

د «دار سحر القلم» عراقي خپرندویې مؤسسې استازي، چې د تهران په کتاب نندارتون کې ګډون کړی دی، وايي چې د عراق ځانګړي مېلمه کېدل، د کوربه هېواد یعنې د ایران د سخاوت نښه ده چې د عراق په برخه شوې او د عراق د خپرندویانو ټولنې پر اوږو نوی مسئولیت اچوي.

جبار الکعبي زیاته کړه: «دار سحر القلم» لومړی ځل دی چې د تهران په نړیوال کتاب نندارتون کې ګډون کوي، په همدې حال کې، دې ته په کتو سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د کتاب په برخه کې متخصص دی، په تېرو کلونو کې د ایران له کلتوري فعالیتونو غافله نه وو او هغه مو تعقیب کړی او کوو یې.

هغه وویل: ایراني لیکوالان تل د عراق د ځوان نسل ترمنځ له هرکلي سره مخ شوي دي. زما په نظر دا ځکه چې دوی زړور دي او په شعوري توګه بشريت او تاریخ ته ګوري. دوی په خپل منځ کې معنویت، دین او فلسفې ترکیب لري او دا هماغه څه دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري تعامل نه یوازې ممکنه، بلکې اړین کوي. 

سږ کال د تهران له نړیوال کتاب نندارتون څخه، په یوه ښکلي او زړه‌راښکونکي پوسټر سره مخکتنه وشوه؛ هغه پوسټر چې د «ولولو، د ایران لپاره» له شعار سره سینګار شوی وو، څو د کتاب د نندارتون اړخونه له کتاب او کتاب‌لوستنې سره د تړلې ټولنې د تحقق لپاره وښيي.

د سږ کال د نندارتون پوسټر کتاب‌لوستونکي او کتاب‌ خوښوونکي ښځې او نارینه ښيي؛ هغه کتاب‌لوستونکي چې په پخوانیو ایراني جامو سره سینګار شوي دي او هماغه کسان دي چې د ایران په پخوانیو او نننیو مینیاتوري برخو کې موندل کېږي. ګواکې دوی آراستګي په پوهه او کتاب‌لوستنه کې لټوي.

په دې معنی‌لرونکي پوسټر کې، هغه دروازه چې د فضا روښنایي په لور خلاصه شوې ده، د یوه نیم‌خلاص کتاب په څېر ده او هغه رنګونه، چې د ایران د بیرغ رنګونه ښيي، زړه‌راښکونیکي عظمت او د کتاب او کتاب‌لوستنې فضا سره سمون لري.

خو د نندارتون په هر ځای کې، د ایراني او ملي هویت پورې اړوند نښې او برخې هم لیدل کېږي.

فارس خلیج زموږ د تاریخي او جغرافیایي هویت یوه نښه ده چې زرګونه کاله تاریخ لري. دا نوم له کوروش کبیر راهیسې تر نن ورځې پورې په نړیوالو نقشو کې ثبت دی او د ایراني هویت نه بېلېدونکې برخه ده. د کتاب په نندارتون کې، د «خلیج فارس» په نوم یوه غرفه د ایران د اسنادو او ملي کتابتون سازمان په هڅو سره جوړه شوې وه او د «خلیج فارس» د نوم اړوند تاریخي نقشو او اسنادو ارزښتمنه مجموعه یې د دې خلیج د تاریخي اسنادو د روښانولو او جغرافیایي تحریفونو پر وړاندې د مبارزې په موخه نندارې ته وړاندې کړه.  

پر دې سربېره، د فاخرو هنري او څېړنیزو آثارو د مخکتنې او د ایراني غوره ځوانو نقالانو له لورې د شاهنامه‌خوانۍ د اجرا له لارې، د لومړي ځل لپاره د «سرای فردوسي» په نوم یوه برخه د تهران په نړیوال کتاب نندارتون کې پرانیستل شوه.

د سرای فردوسي ځانګړي پروګرامونه، د فاخرو دودیزو هنري آثارو مخکتنه، د تهران د تاریخي ودانیو د انځورونو نندارتون، د دودیزو نقوشو د تذهیب ښوونیز ورکشاپ، د شاهنامې په موضوع سره د لرګي پیکرتراشي، د شاهنامه‌خوانۍ ښوونیز ورکشاپ جوړول، د ماشومانو، ځوانانو او غوره ملي کسانو له خوا د نقالۍ او شاهنامه‌خوانۍ اجرا او د فردوسي بنسټ د وروستیو کتابونو مخکتنه شامله وه.

ژباړه: زماني