د افغانستان په زیاترو سیمو کې لوږه اوج  ته رسېدلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i166200-د_افغانستان_په_زیاترو_سیمو_کې_لوږه_اوج_ته_رسېدلې_ده
 د   خوړو  نړيوالې  ادارې  (WFP) اعلان کړی چې په افغانستان کې،  کابو نيم  نفوس  يعنې ۲۳ میليون  کسان،  دناوړه خوړو  له بلا سره لاس او ګریوان دي  او د ناوړه خوړو په تیره له پنځه کلن کم  عمره ماشومانو کې د جدی خطرې تر حده رسیدلې ده
(last modified 2025-10-21T21:05:04+00:00 )
Oct 22, 2025 01:32 Asia/Kabul
  •   د افغانستان په زیاترو سیمو کې لوږه اوج  ته رسېدلې ده

 د   خوړو  نړيوالې  ادارې  (WFP) اعلان کړی چې په افغانستان کې،  کابو نيم  نفوس  يعنې ۲۳ میليون  کسان،  دناوړه خوړو  له بلا سره لاس او ګریوان دي  او د ناوړه خوړو په تیره له پنځه کلن کم  عمره ماشومانو کې د جدی خطرې تر حده رسیدلې ده

 ايرنا خبری آژانس راپور ورکړی،  د خوړو نړیوال پروګرام  په يوې  اعلامیې کې خبر داری ورکړی  چې په افغانستان کې د لوږې  بحران ډیر زیات شوی  او اوس له نيم  نفوس  زيات  خلک په تیره بیا زیاتره ماشومان   د ناوړه خوړو  له جدي   ګواښ  سره لاس او ګریوان دي . دغې  ادارې  په تیره بیا په ماشومانو کې د وزن کمیدا  اندیښمنونکي  کړاؤ ته په اشارې  سره   ټينګار کړی چې  د خوړو د کمښت  او  ناسموالي له امله  له پنځه کلونو کم عمره  ماشومان  دمر ګ له ګواښ سره مخ دي .

 په دغې اعلامیې کې دغه راز  د خوړو د بحران  د زیاتیدا  څو لاملونه ذکر شوي  دي، لکه دوامدار  اقتصادي بحران، د  آب وهوا د  بدلونونو اغېزې، پراخه بېروزګاري  او په مرستندویه  موسیسو باندې  د نړيوالو  اقتصادي بندیزونو او محدوديتونو اغېزې چې  فعالیتونه ئې محدود کړی دي.  

په دې  اعلامیې  کې راغلي چې که فوری او سملاسي مرستې زیاتې نشی او  نړیواله ټولنه  ئې په جدي پام کې ونه نیسي ، نو ممکنه ده لوږه او کم وزن پاتیکیدل  د ماشومانو ژوند  تر پایه ورسوي او په راتلونکو میاشتو کې په تیره بیا د ژمي په رارسیدو سره دغه خطرې نوره  هم جدی او زیاتیږي. باید په  درست  افغانستان کې په راتلونکو میاشتو کې د بوږنونکو انساني غمیزو مخه ونیول شي. دوي له مرستندویه هیوادونو او  نړیوالو مسئولو اورګانونو څخه غوښتي چې دحالاتو  د خرابوالي د مخنيوي لپاره دې فوری  مالي او لوجستيکي سرچينې زياتې  کړي او مرستندویه فعالیتونه او  عمليات دې چټک کړي.