ایران افغانستان ته د غير تېلی شیانو د صادراتو کچه زیاتوي
په افغانستان کې د ایران اسلامی جمهوریت د سفارت دتجارتی برخې سلایار افغانستان ته د غیرتیلی شیانو د صادراتو تر ۷۸ مليونه ډالرو پورې د زیاتولو خبره کړې چې په روان کال کې په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته لیږدول شوي دي
حسين روستايي په کابل کې زمونږ خبریال سره په مرکې کې د غیر تیلی شیانو د صادراتو د ۷۸ میليونه ډالرو پورې زیاتوالي ته په اشاره کولو سره چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ترسره شوي ووئیل؛ ایران افغانستان ته د غیرتیلی شیانو د صادراتو کچه په لومړیو شپږو میاشتو کې يو مليارډ او یو سل شپږ پنځوس میلیون ډالرو ته ورسېده چې دا کچه، د تېر کال په ورته وخت کې د ۷ فیصده زیاتوالی ښئي.
هغه زياته کړه: د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د ایران دغیر تیلی شیانو د صادراتو وزن په اوڅاره توګه زیات شوی او داښئ چې افغانستان او ایران پخپلو اقتصادي او مبادلاتي چارو کې په لازیاتو راکړو ورکړو پسې دي او دا بهیر به په راتلونکي کې نوره هم زیات شي.
په افغانستان کې د ایران د تجارتی چارو سلاکار زياته کړه: زموږ هېواد له افغانستان څخه د وارداتو کچه هم په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۲۶ مليونه ډالرو څخه زیاته شوې ده. د څارويو خوراکي مواد ،وربشې او نور کرهڼيز محصولات او د عطرو جوړونکي نباتاتو په صنعت کې مبادلات په اوڅاره توګه په زیاتیدا دي
افغانستان د ایران صادراتي شیان پنځم منزل دی او ممکنه ده دغه صادرات په راتلونکو میاشتو کې نوره هم زیات شي. د افغانستان د حکومت د احصايو او معلوماتو د ادارې د مياشتنيو احصاييو په اساس، ایران اوسمهال د سيمه ييزو او ګاونډيو هېوادونو په پرتله د افغانستان تر ټولو لوي تجارتي شریک دی.